د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

"ښايي په افغانستان کې د موجوده امریکايي عسکرو ماموریت وغځیږي"


د امريکا يو عالي رتبه پوځي جنرال وايي ښايي د بودجې د کموالي له کبله په افغانستان کې د هغو امريکايي سرتېرو د ماموريت موده وغځېږي، چې راروان کال ته ورځي.

د امريکا د پوځ يوه لوړرتبه چارواکي پرون وويل؛ هغه سرتېري چې راروان کال په افغانستان کې ګمارل کېږي؛ ښايي د جنګي ماموريت موده يې وغځېږي، ځکه د بودجې کسر به په شدت سره د هغو پوځي لېواګانو د روزنې چارې محدودې کړي، چې په پام کې ده د دغو سرتېرو پرځاى وګمارل شي.

د امريکا لوى درستيز جنرال "ريمونډ اوډېرنو" وويل؛ پوځ به وکړاى شي، په افغانستان کې له اوسنيو او هغو جنګي قطعو سره چې په دوبي او مني کې ګمارل کېږي، مالي مرسته وکړي، خو د ده په وينا، د هغو پوځيانو په روزنه کې به ځنډ راشي، چې په ٢٠١٤م کال کې ګمارل کېږي.

د امريکا لوى درستيز وويل، که د پوځيانو د روزنې مساله حل نه شي، دوى به هغه ځواکونه افغانستان ته د جګړې لپاره ولېږي؛ چې امادګي نه لري، يا به له وړاندې د ګمارل شويو قطعو د ماموريت موده وغځوي.

اسوشیېټډ پرېس اژانس ليکي، که څه هم په افغانستان کې د امريکا جګړه په کمېدو ده؛ خو د روان ميلادي کال په وروستيو او راروان کال به بيا هم د امريکا ځينې جنګي لېواګانې خپل ماموريت پرمخ بيايي.

جنرال اوډېرنو په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل:

"موږ به هڅه وکړو، چې پيسې ترلاسه کړو او په افغانستان کې د چا ماموريت ونه غځوو، دا مې يوه لويه اندېښنه ده."

ده وويل، چې دا مهال د امريکا پوځ د افغانستان لپاره د اتو ملياردو ډالرو په ارزښت عملياتي يا پوځي بودجې ته اړتيا لري. که چېرې کانګرس د بودجې روان کړکېچ حل نه کړي؛ په اتومات ډول د مصارفو د کمېدو له کبله ښايي پوځ، د پنځه اعشاريه څلور ملياردو ډالرو په ارزښت د مصارفو له کموالي سره هم مخامخ شي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما څو ورځې مخکې اعلان کړه؛ چې په افغانستان کې به له همدا اوس نه د يوه کال لپاره د امريکايي ځواکونو شمېر نيمايي ته راکم شي. دا مهال په افغانستان کې ٦٦ زره امريکايي سرتېري شته، چې د راروان ميلادي کال تر دې مودې پورې به ٣٤زره امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.
XS
SM
MD
LG