د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

په ایران کې پر انلاین خپرونو بندیز لګول شوی


ایران په نظر کې لري، څو د جمهوري ریاست تر انتخاباتو دمخه پر انټرنټي فعالیتونو سانسور لا سخت کړي. د راپورونو له مخې ایراني مقاماتو په دې وروستیو کې د انټرنټي فعالیتونو یو اوږد لست جوړ کړی؛ چې له هغې څخه ګټه اخیستل جرم ګڼل کیږي. په دې فهرست کې د انتخاباتو د تحریم کولو غوښتنه، د اعتراضونو کول او د انتخاباتو کاندیدانو ته سپکاوی هم شامل دی.

په فارس او نیمه رسمي خبري اژانس اسنا کې د خپرو شویو راپورونو له مخې په فیس بوک، ټویټر او نورو ویپ پاڼو کې شاملیدل چې په ایران کې منع شوي دي؛ هم جنایت بلل کیږي.

ایران په نړۍ کې د انلاین خپرونو تر ټولو سخت هیواد بلل کیږي. د ایران رژیم د خبري رسنیو او ټولنیزو رسنیو په شمول دي؛ لس ګونه زره ویب پاڼې منع کړې دي، چې فکر کوي، غیر اخلاقي دي یا د ایران د ملي امنیت پر ضد. که چېرته دا نوي تدابیر تطبیق شي، پر هغو کسانو چې له ویب پاڼو او ټولنیزو رسنیو څخه د انلاین په توګه ګټه اخلي؛ نو ډیر به تر فشار لاندې وي.

یو شمیر د بشري حقونو فعالان او بلاګران په وروستیو کلونو کې د ان لاین فعالیتونو له امله زنداني شوي دي. د جنايي مواردو د پیژندني د کاري ډلې رییس عبدالصمد خرم شاهي، د فارس خبري اژانس ته ویلي، د هغه ډلې د انټرنټي جرمونو یو نوي فهرست د فبروري د میاشتې په شپږمه غونډي ته برابر کړي وو.

د خرم شاهي په وینا، په دي غونډه کې د لوی څارنوال او د پارلمان د دوه استازو په ګډون څو حکومتي لوړ رتبه مقامات هم ګډون کړي و.

د یاد شوي فهرست څخه یوه ورځ وروسته منع شویو ویپ پاڼو ته ننوتل او یا ورته پراختیا ورکول هم منع او جرم اعلان شو. نیمه رسمي خبري اژانس اسنا خبر ورکوي چې نوي فهرست د کمپوتر په ارتباط د جرمونو د قانون په یوویشتمی مادي کې شامل شوي دی.

نیمه رسمي خبري اژانس، اسنا همدا شان لیکلي، چې تر دې دمخه د رسمي ویب پاڼو او خبري اژانسونو په ګډون په فیس بک او تویتر کې شاملیدل جرم نه وو.

خو اوس جزايي قانون ته د دې نوې مادې له زیاتولو سره لازمه ده چې دا لنکونه له منځه ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG