د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

"افغانستان د ژورنالیستانو لپاره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه دی"


د ژورنالیستان د ساتنې نړیوالې کمیټې CPJ د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو؛ په افغانستان کې د خبریالانو د کار پر شرایطو اندېښه ښودلې.

د ژورنالیستانو د ساتنې د کمیټې CPJ په راپور کې راغلي؛ چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې که څه هم په افغانستان کې د کار پرمهال د ژورنالیستانو د مړینې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی؛ خو دا هېواد لاهم د خبریالانو لپاره د نړۍ له خطرناکو ځایونو دی.

راپور د ګڼ شمېر نړیوالو او افغان ژورنالیستانو له قوله لیکي چې وايي؛ په ۲۰۱۲ کال کې د کار پرمهال ډېرځله ګواښونه ورته شوي. راپور همداراز د رسنیو د فعالیت نوي قانون ته اشاره کوي او لیکي، نوی قانون به له خپلو مبهمو مصطلحاتو سره د رسنیو پر خبري پروګرامونو د حکومت له لوري نورو محدودیتونو ته لاره پرانیزي.

په افغانستان کې څلور سوه ورځپاڼې خپریږي:

د ژورنالیستانو د ساتنې د کمیټې راپور وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې نړیوال مرستندویان له افغانستان سره په خپلو پوځي او اقتصادي مرستو کې کموالی راولي او په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو د نېټې له رانژدې کېدو سره مرستندویې ټولنې خپل فعالیتونه کموي، په افغانستان کې چې یوازې څلورسوه ورځپاڼې په کې خپرېږي، رسنۍ د کمیت له پلوه خورا زیاتې شوې دي.

دا کمیټه په خپل راپور کې زیاتوي، چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د پیاوړتیا لپاره د افغان ژورنالیستانو او بهرنیو مرستندویو ټولنو له هڅو سره سره؛ د رسنیو مسوول چارواکي وايي، چې د رسنیو په شمېر کې کموالی لاله مخکې پیل شوی او اټکل کېږي، چې د تېرکال تر نیمايي پورې به له اوو سوو زیاتو ژورنالیستانو خپلې دندې له لاسه ورکړې وي.

د بې پرې او خپلواکې رسنیو پروړاندې خنډونه:

د ژورنالیستانو د ساتنې د نړیوالې کمیټې راپور زیاتوي؛ چې په افغانستان کې د بې پرې او خپلواکو رسنیو د چاپېریال په وړاندې خنډونه په زیاتېدو دي او داسې ښکاري، چې یوازې د سیاسي او مذهبي مشرانو له خوا جوړې شوې نشراتي ادارې ښايي ژوندۍ پاتې شي او دوام وکړي.

د CPJ راپور د ژورنالیستانو لپاره د کار د ناوړه شرایطو له پلوه افغانستان ته په دولسو هېوادونو کې اوم ځای ورکړی. په لېست کې عراق او سومالیا لومړی او دوهم ځای لري، نیپال په شپږم، مکسیکو له افغانستانه وروسته په اتم، پاکستان په لسم او هند له برازیل وروسته په دولسم ځای کې دي.
XS
SM
MD
LG