ایساف وایي، له افغانستان څخه د ۳۴ زره امریکایي عسکرو وتل د دې ښکارندويي کوي، چې په دې هېواد کې د افغان او نړېوالو ځواکونو هڅو ښه نتیجه ورکړې.
د ایساف ویاند ګونټر کټز د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د امریکایي ځواکونو وتل به په مسولانه ډول ترسره کیږي او هیڅ ډول امنیتي خلا به رامنځ ته نه کړي.
کټز د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، افغان ځواکونو د دوي له هیلو سره سم پرمختګ کړی او د امریکایي ځواکونو وتل به یې په روحیه کوم اغیز ونه کړي:
"دا د هغو لویو بریاوو نتیجه ده، چې افغان او ایساف ځواکونو په تیرو میاشتو او کلونو کې درلودې.
د امریکایي ځواکونو کمښت به د افغانستان پر امنیت هیڅ اغیز ونه کړي، ځکه افغان امنیتي ځواکونه ډیر پیاوړي دي، دوي د وړتیاوو په برخه کې زموږ هیلې پوره کړې دي."
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان پر وخت د چهارشنبې په سهار د امریکا خلکو ته په خپلې کلنۍ وینا کې وویل، دوي په افغانستان کې خپل اهداف چې د القاعده شبکې ځپل وو، ترلاسه کړي دي.
اوباما وویل، دوی به د یوه کال په موده کې ۳۴ زره امریکایي عسکر له افغانستانه وباسي خو د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالښت چارو ته به دوام ورکړي.
ایساف ځواکونه هم په دې باور دي چې په افغانستان کې القاعده شبکه له منځه تللې خو وایي ځینې غړي یې اوس په دې هیواد کې فعالیت کوي.
د ایساف ویاند ګونټر کتز وایي، دوی به له افغان ځواکونو سره په ګده د القاعدې پر غړو فشار راوړي ترڅو په بشپړه توګه د دوی فعالیتونه له منځه ولاړ شي:
"په افغانستان کې د القاعدې شبکې له منځه تللې، خو ځینې جنګیالي کیدای شي پاتې وي.
موږ هڅه کوو چې پر دغو جنګیالیو باندې ډیر فشار راولو، خو هیڅ داسې خطر نشته چې افغانستان دې بیا د تروریستانو په امن ځایونو بدل شي."
آیساف وایي دوی به د ۲۰۱۴م کال ترپایه پورې خپل ماموریت ته دوام ورکړي او وروسته له هغې به په مسولانه توګه له افغانستان څخه وځي.
د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي ، چې یو شمیر عسکر به یې له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته هم د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره هم په افغانستان کې پاته شي، خو چارواکي یې وايي ، تر اوسه ددغو عسکرو د شمیر په اړه پریکړه نه ده شوې.
راپور: اسدالله لودین کابل