د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۹

د امريکا د مرستو اداره له کابل سره د مستقيمو مرستو مخالفه ده


له افغانستان سره د روان ميلادي کال لپاره ولسمشر بارک اوباما د نژدې لس ميليارډه ډالرو مرستو وړانديز کړی دی، چې دا مرستې د کانګرس تاييد ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د امريکا د مرستو يوه مسوول په واشنګتن کې د استازيو جرګې يوې غونډې ته څرګنده کړه، چې له افغانستان سره د امريکا پخوانۍ شل ميليارډه شوې مرستې هم لا نه دې لګيدلې، خو د کابل پر حکومت باور نه شي کيدای چې دا مرستې پرځای ولګوي.

په افغانستان کې د امريکا د مرستو د څارنې د ادارې په وينا افغان حکومت داسې نه ښکارې، چې د دې وړتيا دې ولري چې د امريکا او نورو هېوادو ډيرې مرستې ترلاسه کړي او هغه په منظم ډول ولګوي.

په افغانستان کې د امريکا د بيا رغاونې د چارو سر مفتش جان سوپکو د امريکا پر دې پلان اعتراض وکړ، چې غواړي د دې پرځای چې قرارداديانو او موسسو ته د امريکا د حکومت په استازيتوب پيسې ورکړي په ميليارډونو ډالر مستقيما له افغان حکومت سره مرسته کوي.

سوپکو وويل، د افغانستان حکومت د نړېوالې ټولنې د هغو پيسو د لګولو ظرفيت نه لري، چې ژمنه يې له دغه هېواد سره شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ده دفتر چې په سيګار مشهور دي د امريکا د نويو مرستو څارنه به وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا په افغانستان کې نژدې سل ميليارډه ډالر تر اوسه مصرف کړې دي.

تير کال د توکيو په نړېوال کنفرانس کې هم له افغانستان سره نړېوالې ټولنې د نورو شپاړلس ميلياډه ډالرو مرستو ژمنه وکړه، خو افغانستان په نړۍ کې بيا بيا د هغو هېوادو د کتار په سر کې راغلي دي چې اداري فساد په کې ډير زيات دي.

نړيوالې ټولنې دا ژمنه هم کړې ده چې له افغانستان سره به د پخوا په پرتله مستقمې مرستې ډيرې کړي.

امريکا هم د سيګار د مسوول په وينا له افغانستان سره ژمنه کړې وه چې د خپلو مرستو لږ تر لږه نيمايي به د افغانستان د ملي بوديجې له لارې ولګوي خو د سوپکو په باور د اداري فساد د مخنوي لپاره بيا هم لږې هڅې وشوې او په دې برخه کې لږ پرمختګ وشو.

که چيرته د افغانستان لپاره د امريکا بوديجه د روان کال لپاره کانګرس تصويب کړي، نو نژدې ديرش ميليارډه ډالر به له افغانستان سره مرسته وشي چې اکثر به يې د کابل د حکومت له لارې مصرف شي.

بارک اوباما روان کال د افغانستان لپاره د څه باندې نهه نيم ميليارډه ډالرو مرستو غوښتنه کړې او د سوپکو په وينا لږ تر لږه پخواني شل ميلياډه ډالر لا نه دې مصرف شوي.
XS
SM
MD
LG