د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د شمالي کوریا تر مځکې لاندې درېیمه اټمي ازموینه بریالۍ وه


شمالي کوریا وايي، چې تر مځکې لاندې درېیمه اټمي ازموینه یې بریالۍ وه.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس، د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دا ځل یې د پخوانیو ازمویونو په پرتله کوچنۍ، اما ځواکمنه اله ازمویلې ده.

د شمالي کوریا تلویزویون هم د سې شنبې په ورځ د دې، اټمي ازموینې خبر ورکړ.

«زموږ د ملي امنیت د ساینس څانګې، د فبرورۍ پر ۱۲ نیټه، د هېواد په شمال کې، هلته چې تر مځکې لاندې اټمي ازموینې کېږي، درېیمه تر مځکې لاندې، اټمي ازموینه په بریالیتوب ترسره کړه.»

د شمالي کوریا دغه ازموینه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له بندیزونو سره په تناقض ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پیونګ یانګ غوښتنه کړې ده، چې د اټمي وسلو د پرمختیا پروګرام ودروي.

د امریکا متحده ایالاتونو، روسیې، بریتانیا، جاپان او د ملګرو ملتونوعمومي منشي د شمالي کوریا دا اټمي ازموینه غندلې ده.

دا شان جنوبي کوریا خپل پوځونه تیار سی کړي دي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر کېم کوان چېم د سې شنبې په ورځ خبریالانوته وویل:

«جنوبي کوریا د خپلو متحدینو، په دې لړ کې، د امریکا له متحده ایالاتو او نړېوالي ټولنې سره دوامداره همکاري کوي، خو موږ به شمالي کوریا په دې قانع کړو، چې د دې اټمي ازمویني قیمت ادا کړي.»

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما له نړېوالې ټولنې څخه د چټک او د اعتبار وړ اقدام غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې، چې نن به د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اضطراري غونډه کې د شمالي کوریا د دریمي اټمي ازموینې په اړه بحث وکړي.

پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا بندیزونه وروسته له هغه نور هم شدید شول، چې دغه هېواد د تیر دیسمبر په میاشت فضا ته راکېټ وتوغوي.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې هم اټمي ازموینې وکړي.

د سې شنبې د ورځې اټمي ازموینه د کېم یونګ اون تر مشري لاندې په دې هېواد کې لومړۍ ازموینه ده.

کېم یونګ اون وړم کال د دسمبر په میاشت کې د خپل پلار تر مړیني وروسته د شمالي کوریا جمهور رئیس وټاکل شو.

د امریکا متحده ایلات او د شمالي کوریا، نژدې ګاونډیان بیره لري، چې پیونګ یانګ د یوې داسې اټمي دستګاه د جوړولو تکل لري، چې د لېرې واټن راکېټونو د سروکې د نصب وړتیا ولري.
XS
SM
MD
LG