امریکايي جنرال جوزف ډنفورډ په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان په توګه خپله دنده پرون پیل کړه.
نوموړي پرون په هغو مراسمو کې چې د ده د کار د پیل په مناسبت په کابل کې جوړ شوي، و، له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې به هڅه وکړي.
جنرال جوزف ډنفورډ پرون په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان جنرال جان الن پر ځای په کار پیل وکړ.
ښاغلی ډنفورډ په داسې حال کې د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه په کار پیل کوي چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغانانو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو لړۍ روانه ده.
ډنفورډ ته به چې د پوځ څلور ستورو لرونکی جنرال دی نه یوازې د روانې جګړې بلکې له افغانستانه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د اېستلو، د افغانستان پوځ د روزنې او له تروریزم سره د سیمې په کچه د مبارزې مسوولیت هم ورپه غاړه وي خو ده ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره به د افغانستان له حکومت سره په ګډه هڅه وکړي.
جنرال ډنفورډ د پوځ له پخوانیو تجربه کارو منصبدارانو څخه دی، د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو د عمومي قوماندان مرستیال پاتې شوی او په عراق کې د امریکا په پوځي ماموریت کې یې هم مهمه ونډه لرله.
ده په هغو مراسمو کې چې د کار د پیل په مناسبت یې پرون په کابل کې جوړ شوي وو، وویل چې له افغانانو سره د امریکا ژمنې پر ځای پاتې دي او زیاته یې کړه چې ډېر کارونه باید ترسره شي:
"نن د بدلون ورځ نه ده، بلکې زموږ د ماموریت دوام دی. هغه څه چې نه دي بدل شوي، زموږ اراده ده، هغه څه چې نه دي بدل شوي د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې زموږ ژمنه ده.
د خپل دې ماموریت د سرته رسولو او د افغانستان خلکو ته د خدمت په برخه کې زموږ ژمنه نه ده بدله شوې."
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي چې د ډنفورد د کار د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته تللی و، د پخواني قوماندان جنرال جان الن د لاس ته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د افغان ځواکونو د روزنې په پیاوړي کولو کې د نوموړي ونډه ډېره مهمه وه.
جنرال جان الن هم چې په مراسمو کې حاضر و، په خپلو څرګندونو کې وویل چې افغانستان پر سم لوري په حرکت کې دی او بیا به هېڅکله هم د تروریستانو ځاله نشي.