د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي،چې د شیرعلي په نامه هغه تښتول شوی ډاکټر،چې پوره یوه اونۍ وړاندې د سرخرود ولسوالۍ په ساحه کې د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول شوی و د شنبې په مازدیګر د ګډو ځواکونو لخوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې روغ رمټ راخوشې او کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال ازادۍ راډيو ته وویل، امنيتي کسانو د کشفي راپور پراساس د خوګياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر یوه کور عملیات وکړل، چې خپله ډاکټر شیرعلي راخوشې او په تور يې د سیمې دوه تنه مشکوک کسان يي نيولي:
”د ملي امنیت د کشفي راپور پر اساس زموږ ګډوځواکونو د خوګياڼو په ولسوالۍ کې پر هغه کور چاپه ووهله، چې یوه هفته مخکې یوتن ډاکټر يي تښتولی و له اصلي کسان تښتيدلي وو خو خپله ډاکټر راخوشې او له سیمې نه يي دوه تنه شکمن کسان نیولي دي”
راخوشې شوی ډاکټر شیرعلي وايي، چې له کله نه، چې دی يي تښتولی و، په کوټه بند او پر سترګو او غوږو يې ورته پلسترې لګولې وې.
د شیرعلي په خبره انسان تښتوونکو ورته ویلي وو، چې کورنۍ دې یو لک ډالر ورته حواله نکړي نو وبه يي وژني.
دا چې نوموړی له انسان تښتوونکو راخوشې شوی له امنيتي ځواکونو مننه وکړه،چې د ده په راخوشې کیدو کې يي پوره مرسته کړې:
”موږ ته به يي ویلو،چې تاسې مو د پیسو په مقابل کې راوستي یاست که یو لک ډالر رانکړی، نو د انسان مرګ راته داسې ښکاري لکه د یوه چرګ مرګ امنيتي کسانو نه مننه کوم، چې ماته يي بیرته نوی ژوند راکړ”
څه موده وړاندې یو څو تنه د اختطاف چیانو په تور نیول شو وو، ولې اوس هم ددې ستونزې اصلي جړه نه ده ختمه شوې،خو دا چې چارواکې ولې ددې ستونزې اصلي ريښې له منځه نه وړي د والي مرسیتال محمدحنیف ګردیوال يې په اړه وايي، چې د دوی هڅې روانې او ژر به دې موخې ته ورسیږي:
”دا حقیقت دی،چې دا ستونزه په دې ولایت کې شته زموږ هڅې روانې دي،چې ددې ستونزې اصلي جړې پيدا کړو”
دا اول ځل نه دی،چې یو تن ډاکټر دانسان تښتوونکو لخوا اختطاف کیږي،له دې وړاندې د ننګرهار سکټوري رييس هم د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول شوی و،چې ویل کیږي، د پیسو په بدل کې نوموړی بیرته راخوشې شوی.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد