د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۵

ايران وايي د فشار د کمېدو په صورت کې له امريکا سره مستقيمې خبرې کوي


احمدي نژاد
د ایران ولسمشر وايي ، که لویدیځ پر ایران فشارونه بند کړي چمتو دي چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره مستقیمې خبرې وکړي .

د ایران ولسمشر د یکشنبې په ورځ د ایران د اسلامي انقلاب د څلور دیرشمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې وویل ، لویدیځ باید د خپلو نظریاتو د تپلو لپاره له خبرو اترو څخه د یوې وسیلې په توګه کار وانه خلي .

محمود احمدي نژاد له امریکا سره د خپل هیواد د لانجمن اتومې پروګرام پر سر مستقیمو خبرو ته په اشارې وویل، هیواد یې د داسې خبرو اترو هرکلی کوي .

د احمدي نژاد په وینا داسې خبرې اترې باید د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي، نه د بندیزونو او پوځي ګواښونو پر بنسټ:

”البته ( امریکایانو ) په دې وروستیو کې خپل ادبیات بدل کړي او په بهترو ادبیاتو خبرې کوي. وايي غواړي خبرې اترې وکړې ، مسلې هوارې کړي ، ډیره ښه ده، خبرې اترې له جګړې بهتره دي . خو خبرې اترې هم خپل اداب لري، وسله یا خبرې اترې ، خبرې اترې د تفاهم لپاره دي ، زه تاسو ته پاکه وایم ، د بیان او خبرو اصلاح لازمه ده خو کافي نه ده ، تاسو وسله د ایران د ملت له مخې لرې کړئ ، زه خپله له تاسو سره خبرې اترې کوم ”

احمد نژاد زیاته کړه چې د ایران د اسلامې انقلاب د بریالیتوب راهیسې د څلور دیرش کلونو له تیریدو وروسته باید ددې هیواد دښمنان پوه شي چې فشارونه او ګواښونه نتیجه نه ورکوي .

د ایران ولسمشر د ایران او لویدیځ ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او لویدیځ ته په خطاب یې وویل جګړه به ستاسو په زیان تمامه شي:

”ستاسو هڅه دا وه چې موږ اتومي ونه اوسو ، خو اتومي شو ، اوس نور وخت د جګړې او مقابلې نه دی ، ستاسو او زموږ لپاره بهترینه لاره د همکارۍ ده . دا ستاسو لپاره بهتره ده او هر څوک به ترې ګټه واخلي . خو په جګړه کې به تاسو زیان ووینئ”

تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي چې د ایران په ټولو مهمو پریکړو کې وروستۍ خبره کوي، د واشینګټن سره د مستقیمو خبرو ور تړلی و.

خامنه يي ویلي وو ، څو چې پر ایران فشارونه او بندیزونه لرې شوې نه وي ، دا خبرې اترې به ونه شي .

ټاکل شوې ده چې ایران چارواکي راتلونکې اوونۍ د اتومې انرژۍ د نړیوالې ادارې له یوې ډلې سره وګوري .

دا چارواکي همدارنګه ددې میاشتې په پای کې د قزاقستان په الماتې کې د نړۍ د شپږو قدرتونو سره د تهران د لانجمن اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې له سره پیلوي .

لویدیځ ایران تورنوي چې د اتومې وسلو د جوړولو هڅه کوي ، خو ایران وايي اتومي پروګرام یې د سوله ایزو اهدافو لپاره دی .
XS
SM
MD
LG