د افغانستان د جنوبي ولایت هلمند سلګونه اوسېدونکي وایي؛ چې حکومت د دې ولایت، برېښنا، امنیت، روغتیا، پوهنې او نورو برخو ته لږ کار او ډیرې ژمنې کړي.
د هلمند ولایت سلګونه اوسېدونکي د شنبې په ورځ په کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت مخې ته په یوه مظاهره کې راټول شوي وو او د برېښنا پر وزیر یې هم انتقاد وکړ، چې د کجکي بند جوړولو ته یې کار نه دی کړی.
دوی چې په هلمند ولایت کې د بیلابیلو ستونزو یادونه کوله، په خبره یې، حکومت دې ولایت ته په تیرو شا او خوا لسو کلونو کط هغه ډول کار نه دی کړی، چې د دې هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې یې کړی دی.
د مظاهره کوونکو یوه مشر او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد ولي عليزي د مظاهرې پر وخت خبریالانو ته وویل؛ چې د کجکي بند جوړولو ته هیڅ پام نه دی شوی. نوموړي همداراز په هلمند کې د ښوونې او روزنې او روغتیايي استانتیاوو د کموالي په اړه هم شکایت وکړ.
د دغو سلګونو مظاهره کوونکو په لاسونو کې بیلا بیل لیکل شوي شعارونه هم وو او پرې لیکلي وو، برېښنا غواړو، روغتیايي اسانتیاوې غواړو، ښوونې او روزنې ته دې مو پام وشي او زموږ حق دې راکړل شي.
د هلمند ولایت د کجکي د اوبو بند په افغانستان کې یو له مشهورو او پخوانیو بندونو څخه دی؛ چې د راپورونو له مخې یو وخت یې هلمند او نورو شا او خوا ولایتونو ته هم برېښنا ورکوله، خو دغه بند د تیرو ۳ لسیزو په جګړو کې زیانمن شوی.
د تیرو څو کلونو راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو چارواکو هم د دې بند د بیارغونې ژمنې کړي، خو خلک وايي، لا هم دغه ژمنې نه دي عملي شوي.
د راپورونو له مخې په تیرو نژدې لسو کلونو کې افغان حکومت په تیره بیا د اوبو وزارت هم له خلکو سره د دې بند د جوړولو ژمنې کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو په دې اړه له خبرو ډډه وکړه؛ خو د حکومت د چارو د ادارې د څارنې او ارزونې د برخې رییس محمد احسان طاهري ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د ولسمشر د پنځه څلوېښتم نمبر فرمان له مخې په هلمند کې هم کارونه سم پرمخ روان دي.
"د دولت ټول وزارتونه او ادارې په خپلو څانګو کې په ټاکلي وخت کې د ولسمشر له خوا دورکړل شوي فرمان د عملي کولو مسوولیت لري؛ د همدې فرمان له مخې باید په ټاکلې وخت کې ټولې طرحې ورکړل شي او تطبیق شي. له نیکه مرغه تر ۷۰ فیصده ډیرې طرحې عملي شوي دي.
د هلمند ولایت د کجکي بند، ښوونځیو، روغتونونو او په نورو برخو کې هم کارونه په طبعي توګه ښه پر مخ روان دي، زه نه پوهیږم چې خلک ولې شکایت کوي. هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې بیارغونه یې په ډیره چټکۍ سره پر مخ ځي."
د مظاهره کوونکو څو تنو استازو چې د مظاهرې پر مهال یې د اوبو او برېشنا وزارت له مسوولینو سره وکتل؛ خبریالانو ته وویل، دغو مسوولینو ډاډ ورکړ چې په درو ورځو کې به یو پلاوی د کجکي د بند جوړیدو په اړه سیمې ته استوي.
پخوا تر دې د اوبو او برېشنا وزارت مسوولینو ویلي، چې د ناامنیو له امله د هیواد د ځینو ولایتونو د اوبو او برېشنا پر بندونو لازم کار نه شي کولای.
خو د هلمند ځايي چارواکي وايي، چې اوس د دې ولایت امنیت تر پخوا ښه شوی او همدارنګه مظاهره کوونکو هم ډاډ ورکړ، چې که حکومت د کجکي بند جوړول وغواړي، نو امنیت به یې د هلمند عام خلک وساتي.
هلمند ۱۴ ولسوالۍ لري، چې څو ورځې مخکې د هلمند والي د مدني ټولنې له استازو سره په خبرو کې وویل، چې له څوارلسو ولسوالیو (باغرام او دیشو) اوس هم د حکومت په لاس کې نه دي.
د راپورونو له مخې د هلمند ولایت د جنوبي ولسوالیو په نسبت په شمالي ولسوالیو کې ناامنۍ ډیرې ډي او په همدغو ولسوالیو کې د روغتیا؛ پوهنې او بیاجوړونې لپاره ډېر کار نه دی شوی.
راپور: معصوم میوند