د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د ایران د ولسمشر نژدې ملګری سعید مرتضوي له زندانه راخوشې شوی


سعید مرتضوي
سعید مرتضوي
د ایران د ولسمشر نژدې ملګری سعید مرتضوي وروسته له دوه ورځو بند څخه له ایوین زندانه راخوشې شوې دی، هغه چې اوس د یوې لويې معتبرې دولتي موسسې مسوول دی یو لوړ رتبه پخوانی قضایي کارکونکې وو، چې د زندانیانو په شکنجې، وژنې او هم له دولتي شتمنیو څخه په ناوړه ګتي اخیستو تورن دی.

د ایران رسنیو چې دا خبر خپور کړی، دا یي نه دي ویلي، چې سعید مرتضوي په څه ډول شرایطو را خوشې شوی دی او نه یي د دوشنبې په ورځ د هغه د نیولو په اړه جزییات خپاره کړي.

په داسې حال کې چې په ایران کې د دولت د مختلفو قواوو ترمنځ شخړې روانې دي د مرتضوي زنداني کېدل د ولسمشر احمدي نژاد له خوا وغندل شول.

سره له دې پارلمان ورسره ډیر سخت مخالفت لري، خو مرتضوي د ایران د یوې معتبرې موسسې یعنې د ټولنیز مصونیت صندوق د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

تر دی دمخه چې مرتضوي پر دې کرسی پر کار وګمارل شي د قاچاق پر ضد د ایران د کاري ډلې مشر وو، خو مرتضوي تر دوه زره لسم میلادي کاله د اوو کلونو لپاره د تهران د لوی څارنوال په توګه یوه پیژندل شوې څیره ده، کله چې پارلمان د ده په اړه تر پلټنو وروسته دا وموندل، چې ده د حکومت ضد مظاهره کونکې د کارازیک په نامه د تهران په جنوب کې یو توقیف ځای ته لیږلی، نو بیا هغه له دې دندې لیرې کړای شو.

هلته بیا درې تنه هغه مظاهره کونکي، چې په دوه زره نهم کال کې د ولسمشر احمدي نژاد تر بیا ټاکل کېدو وروسته یي د اعتراض غږ اوچت کړی وو مړ شوی وو.

مرتضوي همدا شان کله چې ده د لوی څارنوال په توګه کار کاوه د بشري حقونو څخه د سرغړاوي پر سر د متحد ایالاتو له بندیزونو سره مخامخ دی .

د بشري حقونو د څارنې ډلې سعید مرتضوي د بشري حقونو لوی سرغړونکې بولي.

په ایران کې دا لانجې په داسې حال کې رواني دي، چې د ایران بنسټ پالې د راتلونکې جون میاشتې په څوارلسمه د انتخاباتو لپاره تیاری نیسي.

احمدي نژاد نه شي کولای، چې د درېیم ځل لپاره په قدرت کې پاتې شي، خو کارپوهان په دی اند دی، چې هغه د یوه بالقوه ځای ناستی په لټه کې دی څو په دی توګه وکولای شي خپل سیاسي نفوذ خوندي وساتي.

سعید مرتضوي چې ویل کېږي د ولسمشر احمدي نژاد نژدې ملګری دی یوه ورځ وروسته له هغي ونیول شو، چې په پارلمان کې احمدي نژاد د پارلمان مشر په فساد تورن کړ او د هغه کورني يي د خپلولی پر پاللو تورنه کړه او د پارلمان مشر علي لارې جاني بیا احمدي نژاد په دی تورن کړ، چې دی د قضایي تحقیقاتو څخه د خپلو ملګرو په ساتلو سره د عدالت د تطبیق مخه نیسي.

سیاسي کتونکي په دې اړه لږ شک لري، چې دا ولسمشر ته یو خبرداری دی، چې د هغه نور ملګري به هم د قانوني تعقیب لاندې وي.
XS
SM
MD
LG