د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

په ننګرهار کې ځينې ډاکټران د زورواکو له خوا ګواښل شوي


د ننګرهار د ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې نور دې زورواکي او چارواکي د دوي د وهلو او ټکولو لاس واخلي او دوي دې د ټولنې خدمت ته پريږدي.

دوي دغه څرګندونې د هغه کس د بخښنې په غونډه کې وکړې، چې څو ورځې وړاندې یوه تن د مور د مړينې وروسته ځينې ډاکټران وګواښل او د شفاءخانې سامانونه يې هم ور مات کړل.

د عامې روغتيا د سيمه ييز روغتون مشر ډاکټر همايون زهير ازادۍ راډيو ته وویل، د خپلې سپينې چپنې له خاطره يې نوموړی کس وبخښه، خو په نورو چارواکو او زورواکو غږ کوي چې د دوي له ګواښلو او وهلو دې لاس واخلي:

"دا اول ځل نه دی، څو ځله دلته خلک راغلي مونږ يې وهلي يو ټکلولي يې يو او مونږ چوپ پاتې شوي يو،ما پسې په خپله يو کس تمانچه راويستې وه، مونږ خدمت کوو ازبرای خدا چې تشويقوئ مو نه نو ګواښ خو هم راته مه کوئ."

د داخله واټ یو شمېر ډاکټرانو هم په خپلو مرکو کې ددې ستونزې یادونه وکړه او په خبره يي دوی څو وارې له ځینو ټوپکوالو سره مخ کیږي،چې ګواښوونه ورته کیږي:

"ډاکټر فقير محمد شرف مل: زیاتره وخت موږ د امکاناتو له نشتون سره مخ يو مګر يو زورواکی راشي بې ابه کوي دې هم او وهل هم درکوي، نو موږ هم انسانان يو صبر اخر تر کومه.

د رغتون یو تن ډاکټر: یوازې دا اوسنی ستونزه نه ده، دې نه مخکې موږ د زورواکو له خوا وهل شوي یو او ټکول شوي یو زموږ غوښتنه داده،چې نور پایوازان او ځینې زورواکان موږه نه ګواښ."


الله ګل چې د مور د ميړينې وروسته يې درې ډاکټرانو ته بدې ردې ويلي وې او فزيکي برخورد يې ورسره کړی و په خپلې غلطۍ اعتراف کوي او له نورو غواړي چې په اينده کې دې له داسې چلند څخه ځان وساتي:

"ما سهوه کړې ده، دوي ډېر ښه خلک دي ځکه دوي زما د مور تداوي کوله او ما په دوي ګوزارونه وکړل."

تیره ورځ د فاریاب د مرکزي روغتون ډاکټرانو هم د کار د نه کولو اعتصاب کړی و.

د فاریاب دعامې روغتیا رييس ازادۍ راډيو ته ویلي و، چې دوه ورځې وړاندې یوشمېر امنیتي کسانو د هغه ولایت د مرکزي روغتون نوکريوال ډاکټرانو ته سپکې سپورې ویلي او په مرګ یې ګواښلي و.

د یو شمېر ډاکټرانو په خبره دوی تل هڅه کړې،چې د شته امکاناتو نه ګټه واخلي او د ناروغانو درملنه وکړي.

د ډاکټرانو په خبره که چیرې دوی خپل کار ته پریښودل شي نو دوی به په سمه توګه د ناروغانو درملنه وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG