د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۶

"لا مو افغان زندانونو ته د بندیانو بیا لیږدول نه دي پیل کړي"


د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونتر ګتز
د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونتر ګتز
ایساف ټینګار کوي، چې ترڅو د افغانستان د زندانونو د وضعې په اړه پوره ډاډ ترلاسه نشي نو افغان حکومت ته به د بندیانو لیږدول بیا پیل نه کړي.

د ایساف چارواکي وایي، چې د افغانستان د زندانونو په اړه د یوناما یا د ملګروملتونو د سیاسي دفتر وروستی خپور شوی را پور د دوي لپاره ډیر مهم او اندیښنه پارونکی وو.

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونتر ګتز د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه به د هغو څیړنو نه وروسته پریکړه وشي، چې په هرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د زندانونو د وضعې په هکله کیږي:

"دا دې پورې اړه لري چې له بندیانو سره مناسب او د نړېوالو معیارونو پر اساس چلند وشي.

دا به زموږ د هغو څیړنو نه وروسته روښانه شي چې له هرو درېیو میاشتو نه وروسته زموږ له خوا ترسره کیږي.

له همدې سره سم به دې زندانونو ته د بندیانو د لیږد لړۍ بیا پیل شي".

ایساف دوه اونۍ مخکې د یونما له خوا د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندیانو د شکنجې او له هغوي سره د نا سم چلند د راپور له خپریدو نه وروسته وویل، چې د دې هېواد ځینو زندانونو ته یې د بندیانو لیږدول ځنډولي دي.

افغان چارواکو په دې اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ او هغه یې له مبالغې ډک وباله.

ولسمشر کرزي د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو د وضعې د څیړلو لپاره یو پلاوی وګماره او له یونما څخه یې هم وغوښتل چې له دې پلاوي سره څیړنو کې برخه واخلي.

له دې وروسته د یونما د بشر د حقوقو د څانګې مسوولانو وویل، چې دوي چمتو نه دي د هغو بندیانو نومونه څرګند کړي، چې د راپور په برابرولو کې ورسره مرکې شوي.

په عین حال کې د افغانستان د بشر د حقوقو د سازمان رییس لعل ګل لعل د افغانستان د زندانونو په اړه د ایساف او نړېوالو ارګانونو اندیښنې پرځای بولي او ټینګار کوي چې باید د دې هېواد د زندانونو او توقیف ځایونو وضعې ته رسیدګي وشي:

"هیڅ شک نشته چې د افغانستان په زندانونوکې ستونزې شته او ډیرې زیاتې دي.
ترڅو چې په اساسي ډول د بندیانو د حقوقو مکمل تضمین کیږي البته له نړیوالو معیارونو سره برابر یوڅه وخت ته اړتیا لري.

خدای دې وکړي چې زمونږ په هیواد کې په زندانونو کې د بندیانو ستونزې پای ته ورسږي".

ایساف وایي، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان زندانونو ته د بندیانو د لیږدیدو ځنډیدل د بګرام زندان د بندیانو له سپارلو سره کوم تړاو نه لري.

افغان حکومت ته د بګرام زندان بشپړ سپارل او د نړیوالو ځواکونو لخوا د افغانانو نه نیول کیدل د افغانستان اوامریکا ترمنځ د امنیتی سند د لاسلیک کولو په برخه کې د افغان حکومت له عمده شرطونو څخه دي.

که څه هم افغان حکومت ته د بګرام زندان د چارو د پوره سپارلو تړون تیرکال د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شو خو لا تراوسه هم دا کار په بشپړ ډول نه دي ترسره شوی.

خو د افغانستان لویې څارنوالۍ د تیرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکایی ځواکونه سلا شوي چې د بګرام زندان پاتې بندیان هم ډیر ژر دوی ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG