د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

یوه جرمني اسلامپالي د انګیلا مېرکل د وژلو ګواښ کړی دی


یوې جرمنۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې یو جرمني اسلامپالي ګواښ کړی، چې د سږکال په اوړي کې برید کوي او د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل به ووژني.

د رویټرز خبري اژانس وايي، دې کس دا ګواښ په انټرنټ کې خپرې کړې یوې ويډیو کې کړی دی.

د راپور له مخې د جرمني د استخباراتو د ادارې یو ویاند تایید کړې ده؛ چې د دې ادارې مامورانو دا ويډيو لیدلې ده.

د "ډای ویلټ" ورځپاڼې د شنبې په ورځ راپور ورکړ؛ چې په دې درې دقیقې ویډیو کې یو جرمنی اسلامپالې ښودل کیږي؛ چې خپل ځان ابو اعظم یادوي.

راپور زیاتوي، ګومان کیږي، چې نوموړی یو هغه سخت دریځي سلفي وي؛ چې تیر کال مصر ته ولاړ.

د دې جرمني ورځپاڼې په وینا په ویډیو کې ابواعظم وايي، د عربو پسرلي ته په کتنه به اوس موږ د اروپا د اوړې په تمه یوو.

د راپور پر اساس، جرمني چارواکي په دې ورستیو کې په جرمني کې پر میشتو سلفي ډلو څارنه زیاته کړې ده. په جرمني څلور زره سلفيان اوسیږي چې د دې هېواد د څلور میلونو مسلمانو اتباعو یوه وړه برخه جوړوي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان په ماموریت کې د جرمني ښکیل کیدنې، د دې هیواد پر خاوره د یوې تروریستي برید د ترسره کیدو ویره رامنځ ته کړې ده.

د جرمني پارلمان تیره اونۍ په افغانستان کې د خپل هیواد پوځي ماموریت د دیارلس نورو میاشتو لپاره تمدید کړي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې به د المان رول په تدریجي توګه کم شي او د دې هیواد ټول ځواکونه به د ۲۰۱۴ م کال تر پای پورې له افغانستان څخه ووځي.

جرمني سره له دې چې خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي خو ژمنه یې کړې ده؛ چې له دې هیواد سره به خپلو مرستیو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG