د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د هزار ناو د سیمې په لسګونو خلکو نن له غرمې وروسته دوه نیمې بجې د هغه ځوان مړی د ولایت مقام مخې ته راوړ و؛ چې نن له غرمې مخکې هلته په سیمه کې د زورواکو له خوا په ډزو وژل شوی و.
د دغو خلکو په خبره، چې د دوی په سیمه کې زورواکانو د یوې کورنۍ یو تن وژلی او شاوخوا پنځه تنه نور يې ټپیان کړي دي.
دې خلکو پر والي تور پورې کړ، چې دغه زورواکان د والي ګل اغا شیرزي خاص کسان دي او د ده په ډاډ په سیمه کې وسلې ګرځوي؛ د خلکو پر ځمکو دعوې کوي او که څوک ترې د خپل حق دفاع کوي نو وژل کیږي.
د سیمې د اوسیدونکو په خبره دغو زورواکانو له ډير پخوانه په سیمه کې ظلمونه کړي؛ خو ولایتي چارواکو او د ولسوالۍ مسوولینو يې پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی.
"۱- دوی سره زور دی دا د شیرزي ملګری دی. اوس هم موږ دا مړی شیرزی ته راوړی دی؛ خلک مړی حدیرې ته وړي، موږ شیرزي ته راوړی دی.
۲- زور دی ورسره، په وظیفه کې دې نه وي، صلاحیت يې ورکړی دی زور دی.
۳- بس دا زموږ د کلي په مخ کې تیږې واچولي، چې موږ د خپلې ځمکې دفاع کوله، دوی پلان نیولی و، یو دم يي ډزې کړې."
دغه عام خلک له دولته غوښتنه کوي، چې د دې پيښې عاملین دې ونیول شي او ژر تر ژره دې ورته سزا ورکړل شي.
د دغو خلکو غږ اوریدو ته د والی او مرستیال پر ځای د ولایت اداري رييس قریب الرحمن هجرت راوتی و؛ چې د خلکو غږ واوري.
نوموړی د خلکو هغه تورونه په کلکه ردوي، چې ګواکې د دې خلکو په وژنه کې دې د والي لاس وي.
نوموړی وايي، چې دا دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر راولاړه شوې ستونزه وه؛ چې د یوې غاړې له خوا ډزې شوي او په پایله کې يې دغه مرګ ژوبله رامنځته کړې ده.
قریب الرحمن هجرت وايي، د دې پيښې په تړاو يې درې تنه نیولي هم دي؛ چې د قانون منګلو ته به وسپارل شي.
څه موده وړاندې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي ازادۍ راډيو سره په مرکه کې ویلي وو؛ چې دی به په ننګرهار ولایت کې له هغو ټولو خلکو د وسلو جوازونه واخلي؛ چې غیرې قانوني وسلې ګرځوي.
خو نننۍ پيښه د دې شاهده ده، چې اوس هم د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې غیرې مسوله وسله وال شتون لري او که چېرې د دا ډول خلکو مخه ونه نیول شي؛ نو په راتلونکې کې به غریب ولس به یوازې خپل مړي د ولایت مقام مخې ته ږدي، چې ترې لیدنه وکړي.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد