جمهور رییس حامد کرزي خبرداری ورکړ، چې د سولې په اړه متفرقي خبرې به په افغانستان د دریو لسیزو پخوانی حالت رامنځ ته کړي.
ولسمشر حامد کرزی وایي، چې د سولې خبرې باید د سولې د عالي شورا له لوري تر سره شي او د سولې د مذاکراتو په بهیر کې به هر راز متفرقه هڅې ناکامه پایلې ولري.
حامد کرزي چې په کابل کې یې د افغانستان د اوبو د زېرمو د مدیریت او پراختیا په دریم ملي کنفرانس کې خبرې کولې پر افغان سیاستوالو یې غږ وکړ؛ چې سوله یوازې د افغانانو د یو موټي کېدو له لارې د پیاوړې افغانستان د جوړیدو سبب ګرځي؛ نو د بهرنیانو په لمسون دې د سولې لپاره متفرقه هڅې بندې کړي:
"هم پر طالبانو او په داخل کې سیاستوال هم، د افغانانو په توګه باید د یو سیاسي افغانستان لپاره کار وکړي؛ د هېڅ پردي په غوړو خبرو خطا نه وځي؛ چې زه به ستاسو څخه شخصیت جوړوم، زه به ستاسو څخه رهبر جوړوم، زه تاته دا درکوم، راشه په دې مذاکراتو کې له طالبانو سره کښېنه؛ موږ خبر یو، چې خارجیان ځینو ته وعدې ورکوي، چې راشئ تاسو به له طالبانو سره علیعده کښېنوو تاسو د سولې د شورا له لارې طالبانو سره مه کښېنئ؛ موږ به تاسو نه شخصیت جوړ کړو.
بلکې دا فریب دی، دا د دوی او افغانستان د تضیف لپاره کيږي."
حامد کرزي وویل، چې سیاستوالو د هیواد د تیرو لسو کلونو له حالاتو سخته ګټه واخیسته؛ ځکه چې دلته ولسواکۍ پلې شوه، ټاکنې وشوې او هغه څه چې سیاسي غوښتننې وې، هغه تر سره شوې.
جمهور رییس همدا غوښتنه له طالبانو هم وکړه او ویې ویل، چې د بهرنیانو په لمسون دې د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.
د سولې شورا د امن مشورتي جرګې په سلا جوړه شوې:
جمهور رییس ټینګار وکړ، چې د سولې شورا د امن د مشورتي جرګې ۱۶۰۰ غړو د سلا مشورو پر اساس جوړه شوې شورا ده او د هرسیاسي لوری، تنظیم او د ډلو غړي په کې شامل دي، نو د سولې په خبرو کې د افغانستان استازیتوب کولی شي او له هیڅ بلې لارې به د سولې د راوستلو هرې هڅې ته اجازه ورنه کړي.
حامد کرزي بهرنیان تورن کړل، چې غواړي د سولې پروسه په خپل لاس کې واخلي او په دې سره له یوه لوري غواړي سوله ټینګه کړي؛ خو له بل لوري په افغانستان کې د یوه کمزوري نظام د راوستلو هڅې کوي.
بهرني هېوادونه د سولې په بهیر کې د لاسوهنې حق نه لري:
کرزي وویل، چې امریکې ته یې په ورستیو خبرو کې یادونه کړې؛ چې هیڅ یو بهرنی هېواد دې د سولې بهیر په لاس کې نه اخلي او ویې ویل، چې دا بیان یې یوازې امریکې ته نه بلکې ټولو لویدیځوالو او ګاونډیو هیوادونو ته هم دی:
"نو هر هغه کوښښ، چې د یو متفرقې پروسې خوا ته افغانستان بیایي هغه د افغانستان د سولې لپاره کوښښ نه دی، بلکه د خارجیانو د سیسه ده، د یوه کمزوري افغانستان لپاره، او دا دسیسه شڼده ده، خو چې موږ پرې خبر شوي یو، په څه چې خبر شو او پوه شو، هغه شڼډوو او دا شڼډه ده، ولې چې موږ پرې خبر یو، چې دا کوښښ کيږي، نو دې کوښښ ته اجازه نه ورکوو."
ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د افغانستان بیلابیلو سیاسي ډلو څو موده د مخه په پاریس او د دوو ورځو لپاره په غیر رسمي توګه په دوبی کې د نظریاتو او طرحو د تبادلې تر نامه لاندې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو په ګډون بې نتیجې غوڼدې وکړې.
له بل لوري په دې وروستیو کې واشنګټن ته د جمهور رییس د سفر پر مهال دواړو مشرانو په قطر کې له طالبانو سره د خبرو د دفتر پر پرانیستلو موافقه وکړه. خو افغان چارواکي وایي، تر هغوبه دغه دفتر فعالیت پیل نه کړي، چې طالبان له دوی سره د رسمي خبرو پیل اعلان نه کړي.