د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۳۳

نړۍ

چین خپله جوړه کړې نوې پوځي الوتکه په بریالیتوب ازمویلې

چین وايي، خپله جوړه کړې د ډیر وزن انتقالونکې نوې پوځي الوتکه یې په بریالیتوب ازمویلې ده.

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ( Y-20 ) په نوم دا الوتکه چې تر دې مهال د چین له خوا په خپله د ترانسپورټي جیټ الوتکو په برخه کې لوی تولید دی. لومړنی الوتنه یې د شنبې په ورځ ترسره کړه.

د چاینا په نوم ورځپاڼې ویلي دي چې واۍ شل په نوم دا پوځي ټرانسپورټي جیت تر شپږ شپیتو ټنو پورې بار د څلور زره څلور سوه کیلومترو فاصلې پورې انتقالولی شي.

چین دا مهال روسي ( IL-76) ډوله ترانسپورتي الوتکې کاروي، خو په داسې حال کې چې چین خپله پوځي پراخوي، غواړي چې ددې روسي االوتکو ځای د چین خپلې جوړې کړې الوتکې ونیسي.

چین وايي د یکشنبې په ورځ یې د توغندیو د مخنیوي یو مځکنۍ سیستم هم په بریالیتوب ازمویلی دی.

د شینهوا خبري اژانس وايي، دا ازموینه دفاعي ده او بل کوم هیواد یې هدف نه دی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د المپیک سیالۍ؛ امریکا د تکواندو په برخه کې د سرو زرو یو مډال وګاټه

د المپيک تکواندو سیالۍ

د امریکا متحده ایالاتو د المپیکي لوبو په دوهمه ورځ د تکواندو په برخه کې د سرو زرو یو مډال وګاټه.

دا مډال اناستاسیا زولوتیک د ۵۷ کیلو وزن په پایلوبه کې د روسۍ لوبغاړې تاتیانا مینینا په ماتولو خپل کړ.

د تکواندو په بله پایلوبه کې ازبکستاني لوبغاړي اولګبیګ رشیدوف په ۶۸ کیلو وزن کې بریتانوی لوبغاړی برډلي سنډن مات کړ او د سرو زرو مډال‌یې وګاټه.

د المپيکي لوبو په دوهمه ورځ په ۱۰ ورزشي رشتو کې د سرو زرو د ۱۸ مډالونو په سر لوبې شوي.

سهار وختي بیا په نښې ویشتلو کې د افغانستان استازي مهدي یاوري ماته وخوړه.

یاوري د ۱۰ متره بادي ټوپک په نښې ویشتلو کې ګډون کړی و.

هغه له نورو نه کمې نمرې واخیستې او وروستیو پړاوونو ته له ورتګه پاتې راغی.

د توکیو په المپیکي لوبو کې پنځو افغان لوبغاړو برخه اخیستې.

تمه ده سې شنبه فرزاد منصوري د تکواندو په برخه کې سیالۍ پيل کړي.

د جولای په ۳۰مه فهیم انوري لامبو کوي او کیمیا یوسفي هم په ۱۰۰ متره منډو کې برخه اخلي.

د جولای په ۳۱مه به شاه محمود نورزی د ځغاستې یا اتلتیک لوبو کې ګډون وکړي.

د هند مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او سېلابونو ۱۱۳ کسان مړه کړل

هند کې سېلاب

هندي چارواکي وايي په مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او د سېلابونو راوتلو ۱۱۳ کسان مړه کړي.

د مهاراشترا د حکومت یوې ویاندې ساندیا ګرواري نن رسنیو ته ویلي چې ۵۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د هغې په خبره ژغورونکي ټیمونه په دې توانېدلي چې له شااوخوا ۹۰۰ زیانمنو شویو کلیو نه یو لک او ۳۰ زره کسان وژغوري او خوندي ځایونو ته‌یې بوځي.

مهاراشترا ایالت د هند یو مهم اقتصادي مرکز هم ګڼل کېږي.

معمولاً د کال همدې میاشتو جولای یا تر هغه مخکې جون کې د هند موسمي اورښتونه یا مونسن فصل پیلېږي چې په‌کې پخوا هم ګڼې ځمکې او کورونه لاندې شوي او خلکو ته په‌کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.

سوریه کې دوه ترکي پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي

ارشیف، سوریه کې یو شمېر ترکي پوځیان

ترکیه وايي، دوه پوځیان‌یې د سوریې په شمال کې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ترکیې دفاع وزارت پرون/ شنبه وویل، پوځیانو ته‌یې هغه مهال مرګ‌ژوبله واوښته چې د هغو پر کاروان برید وشو.

دغه وزارت همداراز ویلي چې له دې پېښې وروسته د ترکیې ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

ویل شوي چې پر ترک پوځیانو د ترکیې د شمال په الباب سیمه کې برید شوی دی.

سیستان او بلوچستان کې د ایران د سپاه پاسداران څلور وسله‌وال غړي ووژل شول

د ایران د سپاه پاسداران نښان

د راپورونو له مخې، په یوه وسله‌واله نښته کې د ایران د سپاه پاسداران څلور وسله‌وال غړي د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې وژل شوي دي.

نښته د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش په بلوڅ مېشته سیمه کې شوې، خو د هغې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه‌شته.

ایراني رسنیو پرون/ شنبه د سپاه د ځمکني ځواک په قول د دغو څلورو وسله‌والو د وژل کېدو دلیل د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره نښته بللې چې دوی یې اشرار بولي.

خاش د سیستان او بلوچستان ولایت له مرکز زاهدانه ۱۸۵ کیلومتره لیرې جنوب خوا ته دی.

ایران د څو اعتراض کوونکو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو انتقادونه رد کړل

د ایران خوزستان ولایت کې اعتراضونه

د ایران حکومت په خوزستان ولایت کې د اعتراضونو په ترڅ کې د څو کسانو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو انتقادونه رد کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې میشل باشلې د جمعې په ورځ په خوزستان کې چې د تېلو پراخې زېرمې لري د تېرو څو اوونیو اعتراضونو په ترڅ کې د یو شمېر کسانو وژنه او د ډېرو نورو نیول وغندل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون شنبه د مېرمن باشلې وینا غیر مسلکي او د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

په تېره یوه اوونۍ کې د خوزستان خلک لارو او واټونو ته راووتل او د اوبو د کمښت پر وړاندې یې چې علت‌یې وچکالي ده په لاریونونو لاس پورې کړ.

په عین حال کې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د دې اعتراضونو لمن نورو ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

وچکالۍ او د کرونا وبا خپرېدو له یوې خوا او د نړیوالې ټولنې بندیزونو له بلې خوا د ایران اقتصاد سخت ځپلی دی.

هند کې موسمي بارانونه؛ د مړینو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شو

هند کې د موسمي بارانونو له کبله راوتلي سېلابونه

په هند کې د موسمي بارانونو له کبله د مړینو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شو.

د هند په لوېدیځو سواحلو کې د مانسون د موسمي بارانونو له کبله د وروستیو څو ورځو سېلابونو په پایله کې د هند تجارتي مرکز ممبی ښار ته نږدې د ځمکې د ښویېدو او د ودانیو د ویجاړېدو پېښې رامنځته شوې دي.

د چارواکو په وینا د دې پېښو په نتیجه کې پر انساني تلفاتو سربېره لسګونه کسان تري تم شوي او شااوخوا ۱۳۵ زره خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

د مانسون د موسمي ورښتونو له کبله د ګوا په ساحلي ایالت کې داسې سېلابونه راوتلي دي چې ساری یې په څو لسیزو کې نه‌دی لیدل شوی.

همداراز د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د همدې موسمي ورښتونو له کبله زرګونه کسان له خپلو کلیو او کورونو څخه وتلي دي.

په تېرو څو ورځو کې د مانسون د پرله‌پسې ورښتونو له کبله پرون شنبې په مانیلا او شااوخوا ولایتونو کې د سیند د اوبو کچه لوړه شوه او سېلابونه راووتل.

چارواکي وايي چې دې سېلابونو لږترلږه یو کلیوال وژلی دی.

عراق کې د امریکا پر یوه پوځي اډې برید شوی، مرګ ژوبله نه لري

عراق کې د امریکا یوه پوځي اډه

په عراق کې د امریکا د متحدو ایالاتونو په رهبرۍ ائتلاف وايي، پر یوه پوځي اډه یې د بې پېلوټه الوتکې له خوا حمله شوې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

پرونۍ حمله داسې وخت شوې چې ټاکل شوې د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي را روانه دوشنبه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

راپورونه وايي، دواړه مشران به له عراقه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو پر موضوع هم خبرې وکړي.

د امریکا په رهبرۍ ائتلاف نن په یوه اعلامیه کې وویل، یوې بې پېلوټه الوتکې د ائتلاف پوځي اډه اغېزمنه کړې ده.

د عراق رسنۍ وايي، دا حمله د عراق د کُردستان د کورواکې سیمې د مرکز ایربیل په ۷۰ کیلومترۍ کې د الحریر په نوم پر پوځي اډه شوې ده.

دوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي چین ته ورسېدل

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په چین کې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتي ادارې مشر په دوه ورځني سفر چین ته ورسېدل.

شاه محمود قریشي او جنرال فیض حمید په داسې حال کې پرون چین ته ورسېدل چې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د یوې چاودنې د علت په اړه اسلام اباد او پیکنګ خپلو کې لانجه وکړه.

د جولای پر ۱۴مه په خېبر پښتونخوا کې د چین سرحد ته نږدې پر یوه بس موټر په چاودنه کې د نهو چینايي کارګرو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول. دوی د برښنا د یوه بند په بیارغونه کې کار کاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړه لوري به پر دفاعي او امنیتي همکارۍ، د ټرورېزم پر وړاندې پر مبارزه او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.

چین د پاکستان له نږدې سیمه ییزو متحدانو ګڼل کېږي، خو په پاکستان کې د چینايي کارګرو د امنیت په اړه په وروستیو کې اندېښنې زیاتې شوي دي.

جنیوا کې امریکايي او روسي دیپلوماتان د اټمي وسلو پر کنټرول غږیږي

جنیوا او د امریکا -روسیې ګډ بیرغونه

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ په جنیوا کې د امریکا د متحد ایالاتونو او روسیې دیپلوماتان د اټمي وسلو د کنټرول لومړی پړاو خبرې پيل کړي.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د دې خبرو پرېکړه تېره میاشت د ولسمشرانو، جوبایډن او ولادمیر پوتین د سرمشریزې پر مهال شوې وه.

د متحد ایالاتونو د پلاوي مشري به په دې خبرو کې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله وینډي شیرمن کوي او د روسیې د پلاوي مشر به د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریباکوف وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هند ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سبا یکشنبه (د زمري ۳مه) هند ته سفر وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د زمري ۱مه) دا خبر ورکړ.

ټاکل شوې چې ښاغلی بلېنکن د چهارشنبې په ورځ له صدراعظم نارېندرا مودي او له خپل هندي سیال سره په نوي ډېلي کې وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، بلېنکن به پر هغو امنیتي مسایلو سربېره چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره مهم دي، د ځمکې د تودوخي او د کرونا د وبا په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

هند، په اسیا کې د چین د تعرضي سیاستونو د مخنیوي لپاره د واشنګټن مهم متحد بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بلېنکن به هند ته له درې ورځني سفر وروسته کویټ ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره به وګوري.

د بلېنکن له سفر سره په یوه وخت کې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د جنوب ختیځې اسیا خوا ته په سفر روانېږي.

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله ډزو کې یو اذري سرتیری وژل شوی

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ ګډه پوله

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ پرون جمعه(د زمري ۱مه) د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر د جګړې په دوام یوځل بیا په سرحد کې د خونړۍ نښتې راپور ورکړل شو.

د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې لومړی ارمني ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په کېلباجار سیمه کې ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې یو اذري سرتېری وژل شوی دی.

د ارمنستان پوځ په ځواب کې اذربایجاني ځواکونه ګرم بللي او ویلي یې دي چې د اذري ځواکونو په ډزو یې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

دا نښته یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د اذربایجان یوې محکمې دیارلس ارمني پوځیان په غیرقانوني توګه له سرحده د اوښتو او د وسلو د لرلو په تور په شپږکاله بند محکوم کړ.

د باکو د لویو جرایمو محکمې په خپل حکم کې ویلي چې دا کسان به د حبس د مودې له تېرولو وروسته خپل هېواد ته ولېږل شي.

د ارمنستان لوري تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو له دې مخکې یې دا ډول محاکمې غندلې دي او ویلي یې دي چې محکوم شوي د جګړې بنديان دي.

سایبریا کې سېلابونو هغه پُل ویجاړ کړی چې د اورګاډي پټلۍ پرې تېرېږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په سایبریا سیمه کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله هغه پُل ویجاړ شوی دی چې د روسیې تر ټولو اوږده د اورګاډي پټلۍ پرې تېرېږي.

دا پټلۍ پلازمېنه مسکو له ولادي واستوک ښار سره نښلوي. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي چې د دې پله د نړېدو له کبله د انساني تلفاتو راپور تراوسه نه دی ورکړل شوی.

د دې پله له نړېدو وروسته د اورګاډو تګ راتګ د څو ساعتونو لپاره وځنډېد او د بېړنیو حالاتو وزارت وویل چې اورګاډو په بله لاره تګ راتګ پیل کړ.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پله د سمدستي رغونې امر کړی دی.

د سایبریا د هغو سیمو اوسېدونکو چې د سیندونو کچه په کې لوړه شوې ازادي راډیو ته ویلي چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اذربایجان د ارمنستان د وسله والو ځواکونو ۱۳ غړي په بند محکوم کړل

یو تن ارمنی سرتیری

د اذربایجان یوې محکمې د ارمنستان د وسله والو ځواکونو ۱۳ غړي په غیر قانوني ډول له پولې د وراوښتو او وسلو لرلو په تور په شپږو کلونو بند محکوم کړل.

د باکو د لویو جرمونو محکمې پرون دغو کسانو ته د بند سزا واوروله، خو تورن شوي کسان دا تورونه ردوي.

تر اوسه د ارمنستان چارواکو د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې دا ډول محاکمې غندلې وې او ادعا یې کړې وه چې تورن شوي او محکوم شوي کسان د جګړې اسیران وو.

ایران کې مظاهرې؛ د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد

ایران کې مظاهرې

په ایران کې د مظاهرو پر اتمه شپه یو بل تن هم وژل شوی چې ورسره په ناکراریو کې د مړو شمېر پنځو ته ورسېد.

ایران کې دغه مظاهرې د اوبو د سخت کموالي له کبله پیل شوي دي.

د ایران د دولتي راډیو- ټلوېزیون وېب سایټ نن راپور ورکړی چې دوه نور کسان د لرستان ولایت په اليګودزر ښارګوټي کې د مظاهرو پرمهال سخت ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي و، داسې ښکاري چې ایراني چارواکو په خوزستان ولایت کې د مظاهره چیانو پر خلاف سخت ځواک کارولی دی.

له خوزستانه وروسته دغه مظاهرې د ایران نورو سیمو ته خپرې شوې.

ایران له داسې سختې وچکالۍ سره لاس تو ګرېوان دی چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی، دې مسالې د اوبو رسولو کمزوری سیسټم اغېزمن کړی چې د ایران کرنه یې هم زیانمنه کړې ده.

توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستي مراسم پیل شول

د المپیک لوبو د پرانیستې مراسم

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستې مراسم پیل شول.

د مسابقو تنظیموونکي اړ دي، د کرونا وبا له کبله دغه مسابقې تر خاصو شرایطو لاندې ترسره کړي.

د پرانیستي مراسم څه باندې نیم ساعت مخکې پیل شول او په هغه سټډیوم چې اته شپېته زره کسان په کې ځایېدای شي، تر زرو لږ کسان حاضر وو.

کله چې په وروستیو کې په توکیو کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتیدو له کبله په دې ښار کې بیړنی وضعیت اعلان شو، د المپیک تنظیمونکو په دې سیالیو کې د نندارچیانو پر ګډون بندیز ولګاوه. دا د ۲۰۲۰میلادي کال نړیوالې مسابقې دي چې د کرونا وبا له کبله په یو کال ځنډ ترسره کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG