د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ډله ییزې حملې زیاتې شوي دي


افغان امنیتي چارواکي په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو وروستۍ پرله پسې حملې له امنیتي پلوه جدي ګواښ نه بولي او ټینګار کوي چې دا رواني او تبلیغاتي اهداف لري.

د کورنیو چارو وزارت وایی وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دریدو توان له لاسه ورکړی او له همدې امله یې ځان وژونکو او ډله ییزو حملو ته زور ورکړی دی.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دې حملو تر شاه د وسله والو طالبانو ترڅنګ د سیمې ځینې استخباراتي کړۍ هم لاس لري:

"له بده مرغه استخباراتي کړۍ، حقاني ډله اود القاعده په څیر تروریستي شبکې لا هم شته او د ټولو هدف دا دی ترڅو په افغانستان کې امنیت ګډوډ او ثبات رانشي.

دوي ټولو لاس یو کړی او همدا یوه لار دوی لري هغه دا چې کسان ځان وژونکو حملو ته چمتو کړي.

د دوی ډیر کمزوری او ناتواني ښیی".


په تیرو دوو اونیو کې کابل او یو شمېر ولایتونه د وسله والو طالبانو د څو پرله پسې ځان وژونکو او ډله ییزو حملو شاهدان وو، چې درنه مرګ ژوبله یې هم واړوله.

په کابل ښار کې په یوه اونۍ کې دوه پرله پسې ځان وژونکې او ډله ییزې حملې وشوې، په کاپیسا او کندز ولایتونو کې یو د بل پسې ځان وژونکې حملې ترسره شوې او په غزني، بلخ او کندهار ولایتونو کې هم چاودنو او حملو امنیتي ځواکونو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، چې د وسله والو طالبانو ځان وژونکې او ډله ییزې حملې کومه مهمه پوځي لاس ته راوړنه نه لري بلکې د ده په خبره هدف یې د افغانستان نا امنه ښودل دي:

"موږ د دښمن کمزوري په ځان وژونکو حملو کې وینو، کله چې یو کس ځان وژونکې حمله کوي او څو تنه وژني د دې پوځي لاس ته راوړنه څه ده.

ایا دوي کومه قرارګاه له منځه وړې، کوم کنډک یې نیولی، پر کومې ولسوالۍ یې منګولې ښخې کړي، هیڅ یې هم نه دي کړي.

دا ډول حملې ترډیره رواني او تبلیغاتي بڼه لري هدف یې د وضعې نا امنه ښودل او خلکو ته اندیښنې ور اچوول دي".


خو د امنیتی چارو کتونکي برعکس نظر لري،دوی دا حملې د افغان حکومت لپاره سترګواښ بولي او وایی چې د امنیتي ځواکونو کمزوري د دې حملو د ډیریدو لامل ګرځیدلې ده.

د امنیتی او استخباراتي چارو څیړونکي جنرال عبدالواحد طاقت آزادي راډیو ته وویل چې دا حملې د سیمې د ځینو استخباراتي کړیو په مرسته ترسره کیږي او د مخنیوي لپاره یې د ده په خبره د افغانستان د استخباراتي او کشفی ارګانونو پیاوړتیا ته جدي اړتیا ده:

"د دې حملو د مخنیوي یوازنۍ لار د امنیتي ځواکونو په تیره د استخباراتي ارګانونو پیاوړتیا ده.

که چیرې د پخوا په څیر د ملي امنیت تشکیلات جوړ شي،هماغه ډول مالي او اوپراتیفي امکانات او صلاحیتونه ورکول شي د دې حملو مخنیوي ډیر آسانه ده.

په هغه صورت کې حتی بیا د پاکستان د استخباراتي شبکې له مینځ نه د معلوماتو را ایستل هم آسانه کار دی".


په کابل او ځینو ولایتونوکې د دې وروستیو پرله پسې ځان وژونکو او ډله ایزو حملو مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د سیاسی چارو څیړونکي وایی په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې هڅې ګړندۍ شوي، وسله وال طالبان هڅه کوي ترڅو د دې حملو په ترسره کولو سره په ملي او نړیواله سطح پام ځان ته را واړوي.

د دوي په خبره وسله وال طالبان توانیدلي په دې ډول حملو هم ځان پیاوړی وښیی او هم افغان امنیتي ځواکونه له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG