د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۷

م.م د بې پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه څیړنې کوي


د تروریزم پرضد په جګړه کې د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په اړه د څېړنو د پیل خبر پرون په لندن کې اعلان شو.

په پام کې ده، چې ملګري ملتونه په افغانستان، پاکستان، یمن، سومالیا او د فلسطینیانو په قلمرو کې د بې پیلوټه الوتکو د پنځه ویشتو حملو په اړه څېړنه وکړي.

د بې پیلوټه الوتکو ډېره برخه عملیات د امریکا د پوځ له خوا ترسره کېږي، خو برتانیا او اسراییل هم کار ترې اخلي او ویل کېږي، چې ډېر نور هېوادونه هم دا ټکنالوژي لري.

په ملګروملتونو کې د تروریزم ضد جګړې او بشري حقونو ځانګړي محقق او د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په اړه د محققانو د ډلې مشر بېن اېمرسن Ben Emmerson وايي، څرګند حقیقت دا دی، چې د دې الوتکو د جوړولو ټکنالوژي به تر ډېره پاتې وي او د جګړو په ډګر کې له هغو څخه کار اخیستل هغه حقیقت دی چې نړیوال باید مخالفت ورسره وکړي.

اېمرسن زیاته کړه، ځکه خو په کار ده چې ډېرژر یو مناسب قانوني چوکاټ رامینځ ته شي څو د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو لپاره داسې یو طرزالعمل وي چې د نړیوالو قوانینو له اصولو سره سمون ولري.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې پاکستان، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه او د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له ښاغلي اېمرسن څخه غوښتنه وکړه څو خپله څېړنه پیل کړي.

اېمرسن وویل، د تحقیقاتو په ترڅ کې به د بې پیلوټه الوتکو د حملو د ځای عکسونه، نور مواد او د عیني شاهدانو څرګندونې وڅېړل شي او نتایج او سپارښتنې به د روان کال په اکټوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وړاندې شي.

د بې پیلوټه الوتکو پر عملیاتو د انتقادونو اصلي محور ملکي تلفات او دا حقیقت دی چې دا حملې اکثرا په خپلواکو هېوادونو کې کېږي او د پیلوټ لرونکو الوتکو له متعارفو حملو سره ډېرزیات توپیر لري.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل Stanley McChrystal چې له افراطي وسله والو سره د جګړې د ستراتیژۍ اصلي طراح دی څو اونۍ مخکې له بې پیلوټه الوتکو د بې حده کار اخیستو په اړه خبرداری ورکړ.

دې حملو په پاکستان کې د خلکو له غوسې ډکې مظاهرې راوپارولې. د تحقیقاتي ژورنالیزم د بیورو Bureau of Investigative Journalism له خوا ورکړل شوې احصاییې ښيي چې د بې پیلوټه الوتکو حملو په پاکستان کې له دوه زره شپږسوو تر درې زره او څلورسوه او څلور پورې کسان وژلي چې له څلورسوه او درې اویا تر اته سوه او نه اتیا پورې یې د راپورونو له مخې ملکي وګړي دي.

په امریکا کې د جګړې ضد یوې ټولنې د دې تحقیقاتو د پیل هرکلی کړی. د امریکا د مدني آزادیو د ټولنې د ملي امنیت د پروژې مشرې حناشمسي Hina Shamsi وویل چې د دې څېړنو د پیل هرکلی کوي او هیله منه ده چې دا به پر امریکا د نړیوالو فشار زیات کړي څو د نړیوالو قوانینو له دې غوښتنې سره چې د وژونکي ځواک پر کارولو محدودیت لګوي خپل ګامونه یو کړي.
XS
SM
MD
LG