د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۴

له ۲۰۱۴وروسته به هم د ناټو یو شمیر عسکر په افغانستان کې پاتې شي


د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي موریتس یوخیمز
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي موریتس یوخیمز
په کابل کې د ناټو چارواکي یو ځلي بیا ټینګار کوي، چې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته به د ناټو په چوکاټ یو شمېر بهرني عسکر په افغانستان کې پاتې وي، خو وايي، دا عسکر به جنګي رول ونه لري.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي موریتس یوخیمز له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې وویل، چې د ناټو ځیني نور غړي هېوادونه ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې د خپلو پاتې کیدونکو عسکرو د شمېر په اړه پریکړې وکړي.

هغه وویل، د ناټو یو شمېرعسکر به هم په افغانستان کې پاتې کیږي، خو په دې اړه به پریکړه وروسته له هغې کیږي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پاتې کیدونکو عسکرو شمیر اعلان کړي:

"هو یقینً، خو هغه وخت به د ناټو ماموریت له اوسني ماموریت څخه یې توپير ولري، دا به جنګي ماموریت نه وي، خو له اوس څخه ډیر کم شمېر به پاتې کیږي.

دقیق شمېر به یې په راتلونکو څو میاشتو کې معلوم شي، ځکه فکر کوم چې په څو اونیو کې به امریکا د خپلو پاتې کیدونکو عسکرو د شمېر په اړه پریکړه کوي او له هغې وروسته به د ناټو نور غړي هېوادونه."


ښاغلي یوخیمس وویل، له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته به د ناټو د عسکرو رول جنګي نه بلکې روزنیز، مشورتي او مرستندویه به وي.

هغه وویل، چې د طالبانو په اړه د امریکا او ناټو په نظر کې کوم بدلون نه دی راغلی خو که له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته له دغې ډلې سره جګړې ته اړتیا وه، نو پر مخ وړل به یې د افغان امنیتي ځواکونو کار وي.

تر دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر هم ورته خبره کړې وه او ویلي یې و، که د سولې پروسه کامیابه نه شوه نو له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته له طالبانو سره جګړ د افغان ځواکونو مسئولیت دی.

خو د یوې پوښتنې په ځواب چې که له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته د افغانستان وضعیت د لا خرابیدو خواته ځي نو د ناټو مسئولیت به څه وي، هغه وویل:

"موږ له دوه زرو څوارلسم نه وروسته د وضعیت په اړه بد بینه نه یو، ځکه د امنیت د انتقال پروسه ښه روانه ده، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه دواړه پولیس او پوځ اوس هم ښه روزل شوي دي او لا هم دوه کاله پاتې دي او له هغې وروسته به هم د ناټو د غړو هېوادونو له خوا هم د روزنې په برخه کې ځینې مرستې موجودې وي."

خو ښاغلي یوخیمس د افغانستان د راتلونکې په اړه د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات مهم وبلل.

هغه وویل، مهمه دا ده چې ایا د دوه زور څوارلسم کال د انتخاباتو نتایج به ټولو افغانانو ته د منلو وړ وګرځي او که څنګه خو په ټولو مسایلو کې مسئولیت خپله افغانانو او د افغانستان مشرانو ته راجع کیږي.
XS
SM
MD
LG