د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د ایران په اړه د ولسمشر اوباما د واقعيت شیبه


فارین پالیسي وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړې ده، د امریکا متحده ایالاتونه، د ایران سره د ورو تویدونکي کړکیچ په برخه کې د واقعيت د شیبې سره مخ دي.

خپرونه زیاتوي، له نیکه مرغه بیا انتخاب شوی ولسمشر بارک اوباما د دې لوبې د بدلولو د پالیسیو په وړاندې کولو کې ځانګړي اختیار لري او نوموړې دا فرصت لري چې د ایران په وړاندې د امریکا ناکامې پالیسۍ بیرته بدلې کړې.

د دې لیکنې لیکوال وايي، ولسمشر بارک اوباما لا دمخه بیرته په سمه لاره د امریکا د برابرولو په برخه کې مهم ګامونه اخیستي.

نوموړي خپل ملت له اقتصادي رکود راګرځولی دی، په عراق کې یې ورانونکې جګړه پای ته رسولې ده او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې هم ضرب الاجل ټاکلی دی.

خو خپرونه وايي، ایران لږ تر لږه د امریکا د اوو ملي امنیت سره تړلو چیلینجونو په وړاندې کړکیچنه موضوع ده.

خپرونه په دې برخه کې د اتمي ټیکنالوژۍ د نه پراختیا، انرژۍ د تامین، سوریې، افغانستان، عراق، تروریزم پر ضد د جګړې او د عربو او اسرایلو ترمنځ د سولې یادونه کوي.

خپرونه وړاندې وايي، د تاریخ باطله داني له ډیرو داسې لاسه وتلو فرصتونو څخه ډکه ده، چې هم ایران او هم د امریکا متحدو ایالتونو له لاسه ورکړي دي.

د دې اړیکو لویه تراژیدي دا ده، چې کله یې یو لورې د اړیکو بیا سمولو ته چمتو شوی، بل چمتو نه و.

خپرونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د د کړکیچ تاریخې پس منظر هم را سپړلی دی، او په تیرو څلورو کلونو کې یې د اوباما د ادارې او ایران ترمنځ د کړکیچ بېلابېل اړخونه هم څيړلي.

د لیکنې په پای کې راغلي، تهران او واشنګټن باید په تیرو څلورو کلونو کې د دوي ترمنځ نیمګړې ډيبلوماټيکي پروسې مطالعه کړي او په اړه دې خپل خپل چلن برابر کړي.

خپرونې د دواړو لورو لپاره له دې مطالعې څلور سپارښتنې رابرسیره کړي دي.

لومړی ټکی، چې خپرونې یاد کړی دا دی چې وايي ایران او د امریکا متحده ایالات باید خپلو کې د کړکیچ د ختمولو لپاره مستقيمي خبرې وکړي.

د فارین پالیسۍ په وینا، د نړۍ د شپږو قوتونو سره چې د جرمني په شمول د امنیت د شورا پنځه غړي هېوادونه په کې دي د ایران خبرې اترې کفایت نه کوي.

دویمه سپارښتنه چې خپرونه یې یادوي، دا ده چې امریکا باید د دې واقیعت سره سلا وکړي چې یو شمېر بندیزونه باید لرې شي، او ایران هم باید د یورانیمو د غني کولو فیصدي پنځو ته راټیټه کړي او ترې دې په لوړه فیصدۍ غني شوي یورانیم دې درییم هېواد ته واستوي. همدارنګه دې هغه تاسیسات له منځه یوسي چې په لوړه فیصدۍ یوارنیم غني کوي.

فارین پالیسې دریمه سپارښتنه دا کوي چې واشینګټن دې ایران ته د خبرداریو له ورکولو لاس واخلي.

د لیکوال په باور د فشار اچونې پر بنسټ د څلورو کلنې پالیسۍ وروسته په واشینګټن کې ډيرو د ایران په وړاندې دا ارښتناک درس اخیستی چې په ایران باندې ددې لپاره فشار راوړل چې زر (هو ) ووايي ډیر کله ددې هیواد له خوا د ( نه ) په ځواب تمامیږي.

څلورمه سپارښتنه چې دا خپرونه یې کوي دا ده چې، د امریکا متحده ایالتونه باید اوږده لوبه وکړي، ځکه د درې لسیزو ستونزې په څو غونډه کې نه هواريږي.

خپرونه ټینګار کوي چې په دې برخه کې به بریالیتوب هلته رامخې ته شي چې ډیپلوماټان له حوصلې کار واخلي او د مسلو د زر سمونې پرځای پر اوږدمهال پرمختګ تمر کز وکړي.

خپرونه په پای کې لیکي، که د بریالیتوب معیار سوله وي، نو ډیپلوماسي د جګړې په مقایسه دا بریالیتوب ښه تضمینولی شي.
XS
SM
MD
LG