د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

نړېوال بانک د ملي پیوستون له پروګرام سره وړیا مرسته وکړه


د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویس احمد برمک
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویس احمد برمک
نړېوال بانک د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي پیوستون له پروګرام سره دوه نیم سوه میلیونه ډالره وړیا مرسته وکړه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي پیوستون درېیم پړاو به په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړ شي او له دې سره به د افغانستان ۹۵ په سلو کې خاوره د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویس احمد برمک د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دې مرستې د تړون د لاسلیک کولو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې د ملي پیوستون د پروګرام په درېیم پړاو کې به ۱۵ زر کلیو کې د ملي پیوستون مهمې پروژې عملي شي:

"په مجموع کې کومه بودیجه چې د ملي پيوستون پروګرام درېیم پړاو ته په کې نیول شوې، د همدې تړون په لاس لیکولو سره موږ ۲۴۶ میلیونه ډالره نورې بودیجې ته هم اړتیا لرو، چې هیله ده دا پيسې د نړېوالې ټولنې، ډونرانو او یا هم د نړېوال بانک له لارې یې تر لاسه کړو.

په دې سره به د ملي پيوستون د درېیم پړاو ژمنې هم بشپړي شي."


د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې په۱۳۹۲ لمریز کال د ملي پیوستون پروګرام درېیم پړاو لسګونه میلیونه ډالره نورو مرستو ته هم اړتیا لري، چې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا به په درېیو قسطونو کې ورکول کیږي.

د ښاغلي برمک په خبره د ملي پیوستون له پروګرام سره خلکو تر اوسه د کار له لارې کابو ۱۵۵ میلیونه ډالره مرسته کړې او دغه راز د دې پروګرام ټولې پروژې هم د خلکو په خوښه عملي کیږي.

په افغانستان کې د نړېوالو بانک رییس وویل، د ملي پیوستون پروګرام په کلیو او بانډو کې ښې لاسته راوړنې لري او په هره سیمه کې یې د بیارغونې له پلوه بدلون راوستی دی.

رابرات سام وویل، له دې مرستو څخه هدف د ملي پیوستون د پروګرام او د سیمه ییزو شوراګانو پیاوړي کول دي:

"د مسوولیتونو له انتقال وروسته زیات فرصتونه موجود دي له هغه وروسته د بدلون لسیزه رامنځ ته کیږي زه هیله من یم، چې نړیواله ټولنه به له افغان حکومت او سیمه ییزو شوراګانو سره په ګډه د خلکو د ښه ژوند لپاره کار وکړي."

افغان چارواکي وايي، د ملي پیوستون پروګرام لپاره په ۳۴ زره کلیو کې ۶۵ زره پروژې ډیزاین شوې، چې له هغې ډلې څخه یې تر اوسه په دوو پړاونو کې ۵۲ زره بشپړې شوې او په درېیم پړاو کې به یې ټولې بشپړې شي.

د چارواکو په خبره د تطبیق شویو پروژو په سلو کې ۲۴ د د څښلو د پاکو اوبو،۲۶ یې د کلیوالو سړکونو د جوړولو، ۱۹ د اوبو خور،۱۲ یې د برښنا د تولید او ۱۰ فیصده یې په ښوونه او روزنه لګول شوي ده.

سره له دې چې حکومتي چارواکي د ملي پیوستون له لارې ترسره شوي کارونه د پام وړ بولي، خو په ځینو سیمو کې خلک شکایت کوي چې دا پروګرام هغه شان چې لازمه ده نه دی عملی شوی.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG