د اسرايیل د سې شنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتو ابتدایي نتیجو وښودل، چې صدراعظم بینیامین نتنیاهو د بلې دورې لپاره هم په واک کې پاتې کېږي، خو د هغه موقف به کمزوری وي او ایتلاف ته به اړتیا لري.
د اسرايیل تلویزونونو ویلي، چې د نتنیاهو په مشرۍ د لیکود او اسرايیل بیتنا ګوندونو ائتلاف د پارلمان له ۱۲۰ څوکېو څخه یوازې یو دیرش ګټلي.
نتانیاهو پرون تر رایي ورکولو وروسته خپلو پلویانو ته وویل، هغه به یو لوی ایتلاف جوړ کړی. ده همدا شان وویل، چې د ایران د اتمي پروګرام سره معامله به د ده له لومړیتوبونو څخه وي:
"له هر څه نه مخکې د هغو چلینجونو په وړاندې چې موږ ورسره مخامخ یو کلک امنیت دی او لومړنۍ چېلنج چې لا هم پر ځای دی هغه د اټمي وسلو له جوړولو څخه د ایران منع کول دي."
د نتانیاهو د ایتلاف ملګري لیبرمن د انتخاباتو په پایلو ته په مثبت نظر وکتل او ویي ویل:
"زه ډیر خوشال یم، چې موږ خپل دوه عمده هدفونه تر لاسه کړل، لومړنی هدف دا اطمینان تر لاسه کول وو، چې د اسراییل حکومت ته دوام ورکړو.
او دوهم هدف د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د یوې بلی دورې خوندي کول دي."
د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښيي د یوه تلویزوني ویاند، یار لیپید په مشرۍ د اسراييل د منځلارو ګوند، یاش ایتدد په حیرانونکي توګه په دې انتخاباتو کې ۱۹ څوکۍ ګټلي دي.
هغه نن سهار وختي خپلو پلویانو ته وویل:
"نن شپه د مسوولیت ډیر لوی پیټې زموږ په اوږو کیښودل شو، د دې انتخاباتو د کمپاین په لړ کې هر ځای چې دریدو له کېرت شوما څخه تر سیدروت او له بیت المقدس څخه تر تل ابیت پورې او همدا شان له له میتیلو څخه تر ایلتا پورې یواځې د یوې جملې انعکاس تر غوږ کېده او خلکو به همدا ویل، چې که تاسو وګتله نو موږ مه هیروئ."
د یهودانو د کور په نامه سخت دریځه ملي ګوند یوازې ۱۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د دې ګوند مشر، نافتالی بینیت چې د یوه مستقل فلسطین جوړول ردوي پرون شپه خپلو پلویانو ته وویل، دلته یو حقیقت شته او هغه ډیر ساده دی. لوی اسراییل د یهودانو پورې اړه لري.
د اسرايیل نژدې ملګری متحد ایالاتو تر اوسه د دې انتخاباتو په اړه څه نه دي ویلي، خو په اسراییل کې زیږیدلی ایرانی میرجوادانفر چې د منځني ختیځ کارپوه دی د ازادی رادیو ایراني څانګې ته ویلي:
"زما په نظر د اوباما د ادارې او د نتانیاهو د حکومت ترمنځ اړیکې به مخ په سړیدو شي.
داسې ښکاري چې احتمالا اوباما به د سولې پر پروسې ټینګار وکړي او نتانیاهو ویلي، چې له هیڅ یوې اشغالې سیمي به ونه وځي او دا به د دې دواړو دولتونو ترمنځ د اختلاف سبب شي."
ټاکل شوې چې د اسرايیل د انتخاباتو رسمي نتیجې نن اعلان شي.