د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۰

پاکستان ټول طالب بندیان خوشې کوي


يو پاکستانى چارواکى وايي، هېواد يې په پام کې لري، چې د ملا عبدالغني برادر په ګډون ټول طالب بنديان خوشې کړي.

ملا برادر په طالبانو کې د دويمې درجې کس ګڼل کېږي.

افغان حکومت د پاکستان د وروستي اعلان هرکلى کړى؛ خو ويلي يې دي، د طالب بنديانو د خوشې کېدو لپاره بايد يو شفاف طرزالعمل ايجاد شي؛ څو افغان حکومت پوه شي، خوشې کېدونکي طالبان څوک دي او چېرې ځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت معين "جليل جېلاني" پرون په ابو‌‌ظبۍ کې وويل:

"د پاتې بنديانو په اړه موږ هماهنګي او سلا مشوره کوو؛ وروسته به دوى خوشې شي."

ښاغلي جېلاني د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له سرپرست ځانګړي استازي "ډېوېډ پېيرس" او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال "جاوېد لودين" سره په ابوظبي کې د افغانستان په سفارت کې تر کتنې وروسته دغه څرګندونې يوه کنفرانس ته وکړي.

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفير "ډاکټر نجيب الله مجددي" ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې د افغانستان، پاکستان او امريکا په دې درې اړخيزه کتنه کې افغانستان له پاکستانه د طالب بنديانو د خوشې کېدو په برخه کې د يوه شفاف پروسيجر غوښتنه وکړه:

"زموږ غوښتنه دا وه، چې يو سم پروسيجر دې موجود وي، څو پوه شو دوى [طالب بنديان] تر خوشې کېدو وروسته چېرې دي؛ له کورنيو سره يې څنګه تماس ونيسو او دغه کورنۍ دغه بنديان څنګه افغانستان ته انتقال کړي.

د افغانستان نظر دا دى، هغه طالبان چې غواړي، افغانستان ته په راتلو سره د سولې له پروسې سره ملګري شي؛ پاکستان بايد ورسره همکاري وکړي، داسې يو ميکانيزم وي، چې دوى وپېژنو، وګورو او ملاتړ يې وکړو."


کله چې په پروني کنفرانس کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له معين جليل جېلاني څخه پوښتنه وشوه؛ چې ايا په خوشې کېدونکو طالبانو کې به ملا برادر هم شامل وي که څنګه؟

ده په ځواب کې وويل، چې ”هدف د ټولو خوشې کول دی” په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

په داسې حال کې چې په ٢٠١٤م کال کې د امريکا جنګي ماموريت پای ته رسېږي د افغانستان د ثبات لپاره پاکستان مهم هېواد ګڼل کېږي.

افغانستان له پاکستان څخه غواړي، هغه طالبان چې ورسره بنديان دي خوشې کړي، چې دا مساله د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

تر دې مخکې دوبۍ د چهارشنبې او پنج شنبې په ورځو د يوشمېر افغان سياستوالو، کارپوهانو او چارواکو د غونډې کوربنه وه.

د غونډې يوه ګډونوال اسد الله ولوالجي ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې په غونډه کې د سيمې د هېوادونو د استازو په ګډون د پنځو نهادونو د جوړولو پرېکړه وشوه؛ دوى به د جګړې او وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره خپل نظرونه سره شريکوي. طالبانو ويلي، چې په دې غونډه کې دوى ګډون نه و کړى.
XS
SM
MD
LG