د سوېل ختيځ زون اوسېدونکي وايي، چې که چېرته بهرني ځواکونه له افغانستانه په بشپړ ډول ووځي ښايي هېواد يې يو ځل بيا د نويمې لسيزې کورنۍ جګړې پر لور لاړ شي.
امريکا ته د افغان ولسمشر حامد کرزي له سفر وروسته که څه هم ګڼ افغانان هيله مند شوي دي چې په هيواد کې به يې جګړه پای ته رسيږي، خو يو شمېر افغانان بيا په دې نظر دي چې د بهرنيو ځواکونو له بشپړ وتلو سره به د وسلوالو د جنګ پر ځای افغانستان د نويمې کليزې په څېر کورنۍ جګړې ښکار شي.
دوۍ وايي، چې که نړېواله ټولنه غواړي افغانستان يو ځل بيا د نړېوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي نو ورته په کار دي چې له افغان دولت سره خپلې مرستې جاري وساتي.
د سوېل ختيځ زون (پکتيا،پکتيکا او خوست) ولايتونو ځينې اوسېدونکي په دې نظر دي، چې د امريکايانو له بشپړ وتلو سره به افغانستان يو ځل بيا د کورنيو جګړو ښکار شي د سوېل ختيځ زون څو تنه اوسېدونکي:
"کېداس شي په دې جنګ چې د امريکا او وسلوالو ترمنځ روان دی، يو څه سستي راشي، ځکه بهرني ځواکونه وځي خو د وسلوالو ډلو ترمنځ د رامنځ ته کېدونکي جنګ وېره موجوده ده، په عموم کې وسلوالې ډلې تر پخواني حالته پياوړې شوې دي."
يو بل تن وايي :
"نوم مې احمدالله احمدي ده د ګردېز اوسېدونکی دا خو سمه ده چې امريکايان وځي، نو طبيعي ده چې د وسلوالو سره به يې جګړه ختميږي، خو د افغان دولت او وسلوالو ترمنځ جګړه به څنګه کيږي دا خو به همداسې روانه وي د دې له پاره بايد هڅه وشي چې پای ته ورسول شي."
يو بل تن :
"حقمل مسعودزی يم د پکتيا اوسېدونکی امريکايان بايد ډېره هڅه وکړي، چې افغانان د جنګ له دې بل شوي اور څخه وژغوري، ځکه چې د دوي په وتو کېدای شي دا جنګ لا دوام وکړي."
يو بل تن وايي :
" فريد احمدزی يم د پکتيا د ابراهيم خېلو اوسېدونکی که نړېواله ټولنه غواړي چې افغانستان کې جګړه ودريږي امريکايان دې له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکړي، ځکه که دوي ووځي وسلوال به له افغان دولت سره په جګړه بوخت وي او جنجال به همداسې دوام ولري."
نه يوازې دا چې په پکتيا کې عام خلک د بهرنيو ځواکونو په وتو سره افغانستان د کورنۍ جګړې د ښکارکېدو په اندېښنه کې دي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتو سره به يې دولت په ضعيف حالت کې قرار ولري.
دوي وايي، چې افغان دولت سره د دومره بهرني ملاتړه په تېره يوه لسيزه کې د وسلوالو په ځپلو بريالی نه شو ښايي له دې وروسته له نورو ګڼو ستونزو سره ځکه مخ شي چې د دولت اداره لکه څنګه چې لازمه وه په خپلو پښو لا هم نه ده ولاړه .
کارپوهان په دې نظر دي چې په دولت کې په لويه کچه اداري فساد، نا متوازن انکشاپ، دښار او کلي ترمنځ توپيري چلند د لرو پرتو کليوالو سيمو خلک په دې مجبور کړي چې د وسلوالو ليکې پرې پياوړې شي.
د چارو کارپوهان وايي نړيوالې ټولنې ته په کار دي په افغانستان کې په بشپړ ډول جګړه له منځه يوسي او د پېښدونکي کورنۍ جګړې مخنيوی وکړي، ليکوال او ژورناليست احسان الله وايي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم به په کليو او بانډو کې جګړه په دې پيل شي چې په دې ټولو سيمو کې وسلوالې ډلې په يو او بل نوم فعاليت کوي.
نوموړی وايي، په ځينو سيمو کې د محلي پوليسو په نوم، په ځينو ځايونو کې د جهادي او نورو،نورو نومونو فعاليت روان دی چې دولت ته دا ګواښوونکې ډلې ثابتېدای شي:
"د امريکايانو په وتو به دا ځل داسې جنګ رامنځ ته کيږي چې کرارېدل به يې ډېر مشکل وي، ځکه مخکې به د سيمې،سيمې او ولايت ولايت جنګ و اوس به د کلي،کلي جنګ وي او په هر کلي کې به سنګرونه نيول شوي وي."
د سوېل ختيځ زون ګڼ اوسېدونکي وايي چې که بهرني ځواکونه او افغان دولت غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي نو د ټولو وسلوالو ډلو د له منځه وړو يا سولې پروسې ګړندي کول پکار دي .
دوی دا هم وايي چې که چېرته د بهرنيو ځواکونو له وتو سره وسلوالې ډلې همداسې فعالې پاتې شي ښايي افغانستان يو ځل بيا د نويمې لسيزو له کورنيو جګړو سختو جګړو سره مخ شي، ځکه چې د افغانستان په ټولو سيمو کې وسلوال فعاليتونه د طالبانو،حزب اسلامي او نورو ډلو له خوا د افغان دولت پر وړاندې روان دي او لا به هم زور واخلي.