د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

پکتيا: موږ به ځوانان د محلي پوليسو له ليکو وباسو


د پکتيا لیرو پرتو سرحدي ولسواليو اوسېدونکي ګواښ کړی که چېرته ورسره دولت کړې ژمنې پوره نه کړي، خپل ټول ځوانان به د محلي پوليسو له ليکو وباسي.

د پکتيا سرحدي ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د محلي پوليسو له جوړېدو ورسته يې په سيمه کې امنيتي وضعيت ښه شوی دی، خو ګواښ کوي که دولت ورسره کړې ژمنې پوره نه کړي خپل ځوانان به د محلي پوليسو له ليکو وباسي.

دوی وايي، دولت ورسره ژمنه کړې وه که محلي پوليسو ته خپل ځوانان ورکړي، نو د څمکنيو ولسوالۍ څخه د جانخېلو ولسوالۍ ته غځېدلې لويې لارې د جوړېدو ترڅنګ به د سيمې اوسېدونکو له پاره ځينې نورې وړې او لويې پروژې هم پلي کړي، خو د دوي په خبره تر دې مهاله دولت ورسره کړې دا ژمنې نه دي پوره کړې.

د سيمې اوسېدونکي او محلي پوليس په يوه خوله په دولت پړه ور اچوي، چې له دوي سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلي او لا يې هم د دوي له پاره په هغو ژمنو باندې عمل نه دی کړی:

"زه علي مرجان د څمکنيو د سپين کوټ د محلي پوليسو سرګروپ، موږ خاص د دې سړک له پاره له څمکنيو ان تر جانخېلو پورې محلي پوليس ورکړل، خو تر اوسه پورې په دې دوه کالو کې جوړ نه شو، که چاته مريض پيدا شي او تر ډاکټره يې رارسوي په لاره کې د لارې خرابوالي له امله ساه ورکوي."

"وروره جانه که رښتيا درته ووايم سړک کنډې، کنډوالې دی په يو يو نيم ساعت کې ښار ته رسيږو، موږ له حکومته هيله کوو چې موږ اربکی يا محلي پوليس د دې په خاطر ورکړی دی چې کار راته ونه کړي نو موږ به محلي پوليسو په ليکو کې کار پرېږدو."

نه يوازې دا چې د سيمې خلک وايي د پروژو نه پلې کېدو په صورت کې به د محلي پوليسو په ليکو کې شته ځوانان له دندو ګوښه کړي، په خپله محلي پوليس هم وايي چې دوی په دې خاطر په سيمو کې دندو ته مخه کړې وه چې په سيمه کې يې د بيارغونې پروژې سمې پر مخ لاړې شي، خو په تېرو دوه کلونو کې د امنيت په ډاډمنېدو سره لا هم پروژې نه دي پلې شوې چې په دې ښايي دندې پرېښودو ته مخه کړي.

د سيمې اوسېدونکي د محلي پوليسو له چلند څخه خوښ دي او وايي، چې د دوی په جوړښت سره يې په سيمه کې امنيت ټينګ شوی او دوی يې د وسلوالو طالبانو له ګواښونو ژغورلي دي، دا چې محلي پوليس له خلکو سره څه ډول چلند کوي يوتن محلي پوليس راته وايي:

"زه وزير خان دمحلي پوليسو سرټيم خبرې کوم، د محلي پوليسو په جوړېدو امنيت ډاډمن شوی دی او خلک خوشاله دي او د سيمې خلک دي پوليس له خلکو سره ښه چلند کوي."

محلي پوليس په داسې حال کې د خپلو دندو د پرېښودو ګواښ کوي چې په سيمه کې د دوی له جوړښت سره سم په امنيت کې ښکاره تغير راغلی دی.

راپور- داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG