د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

"هیله لرو چې تهران به د پارچېن له تاسیساتو د کتنې اجازه راکړي"


د نړېوالې اټومي انرژۍ د اداری مرستیال هرمن نیکارتس پرون د اتریش په پلازمینه ویانا کې وویل، تهران ته یي د سفر هدف د هغې موافقې نهایي کول دی چې په اساس یې دا اداره کولای شي خپلې څیړنې پرمخ یوسي:

"زموږ هدف دا دی، چې د ایران د اټومي پروګرام د احتمالي پوځي اړخونو په اړه د پاتې پوښتنو د ځوابولو لپاره د یوې تګ لارې چوکاټ نهایي کړو."

نیکارتس دغه راز وویل، چې یو وار بیا به غوښتنه وکړي چې همکارانو ته یې د پارچېن له اټمي تاسیاستو څخه کتنې ته اجازه ورکړل شي.

د پارچېن پوځي اډه تهران ته نژدې پرته ده، چې د اټمي انرژۍ نړېواله اداره پرې شک کوي، چې په دی ځای کې به د اټمي وسلو اصلي برخې ازمویل شوې وي:

"موږ هیله من یو چې پارچېن ته د تلو اجازه راکړی او که دغه اجازه مو ترلاسه کړه موږ به د دغه فرصت هرکلۍ وکړو او لکه څنګه چې تاسو پوهیږی موږ د دغه ځای لیدو ته تیاریو."

تمه ده، چې دواړه لوري به په تهران کې د هغو استخبارتي معلوماتو په اړه هم خبری وکړې چې دې ادارې ترلاسه کړې دي.

د همدغو معلوماتو له مخې لویدیځ د ایران د اټمي پروګرام په اړه شک کوي، چې ښایي دا هېواد د دې پروګرام تر چتر لاندې پوځي اهداف پرمخ وړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم هیله ښودلې، چې تهران او د اټومي انرژۍ نړېواله اداره به د چهارشنبه د ورځې په خبرو کې یوې مهمې او هر اړخیزې موافقې ته ورسیږي.

خو د دې وزارت ویاند رامین مهمانپرست د پارچېن له تاسیساتو نړېوالو پلټونکو ته د اجازې ورکولو خبره رد کړه او ویې ویل، چې دغه ځای د ایران له اټومي تاسیساستو سره هیڅ اړیکه نه لري.

مهمانپرست دغه راز وویل، چې تهران او د نړۍ شپږو قدرتونو، د امریکا متحدو ایالاتونو، روسیي، چېن، فرانسې، بریتانیا او جرمنې د ایران د اټومي پروګرام پرسرد راتلونکو خبرو په اړه موافقه کړې خو ځای یې تراوسه ندی مشخص شوی.

د ایران د اټومي پروګرام د لانجې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې له خوا دغه خبرې د هغوهڅویوه برخه ده چې هدف یې په منځني ختیځ کې د یوې بلې جګړې مخنیوی دی.

اسرایل د ایران پر اټمي تاسیاستو د حملې امکان ندی رد کړی.
XS
SM
MD
LG