د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۶

ولسي جرګه: د دوو وکیلانو ترمنځ فزیکي شخړه شوې


په ولسي جرګې کې د یولسو وزیرانو د استیضاح پر سر د وکیلانو ترمنځ اختلافات د تیرو څو ورځو راهیسې دوام لري؛ چې بالاخره دغه اختلافات د دوی وکیلانو ترمنځ تر فزیکي شخړې ورسیدل.

په ولسي جرګې کې دهرات استازي احمد فرهاد مجیدي ازادي راډیو ته تایید کړه؛ چې د رییسانو په کمیټه کې د ده او د محمد نعیم لالي حمیدزي ترمنځ فزیکي شخړه شوې؛ خو ویې ویل، چاته په کې ټپ نه دی رسیدلی.

ښاغلي مجیدي ادعا وکړه، چې لومړی ښاغلي حمیدزي پرې وار کړی دی:

"په دې مسالې موږ منطقي بحث درلود خو هغه پر ما فزیکي حمله وکړه؛ خو زه د خلکو د استازي په توګه د دارنګه غیر اخلاقي حرکاتو پلوی نه یم."

نوموړي وویل، جنجال په دې رامنځ ته شو، چې ولسي جرګه لومړی پر کلنۍ بودجې بحث وکړي او که نه د یوولسو وزیرانو د استیضاح پر مسالې بحثونو ته دوام ورکړي.

مجیدي وویل، دی د وزیرانو د استیضاح د بحث د ځنډیدو پلوی و، خو لالی حمیدزی یې مخالف و او په همدې یې شخړه شوه.

خو ښاغلي حمیدزی دا مساله عادي بولي او وايي، د نورو هیوادونو په پارلمانونو کې هم داسې پیښې کیږی:

"د هرات یو وکیل صاحب، چې زموږ همصنفی هم دی، فرهاد مجددي، د برېښنا د وزیر پر طرفدارۍ له خولې ډېرې غلطې خبرې راووتلې، چې هغه د یوه وکیل له شان سره نه ښایي او په دې وخت کې فزیکي برخود پېښ شو، خو له نیکه مرغه چاته په کې ستونزه نه پېښه شوه."

نوموړی وویل، د رییسانو کمیټې پریکړه وکړه، چې د چهار شنبې به ورځ په کلنۍ بودجې بحث وکړ او د راتلونکې شنبې په ورځ د وزیرانو د استیضاح په مسالې.

د تیرې دوشنبې په ورځ حکومت له یولسو وزیرانو څخه چې ولسي جرګې د استیضاح کولو پریکړې کړې وه؛ یوازې اوه وزیران د دې جرګې استیضاحیه غونډې ته ور ولیږل.

دغه وزیران له دې امله استیضاح کیږي، چې د وکیلانو په باور تیر لمریز کال یې خپله نیمه بودجه هم نه ده لګولې.

خو حکومتي چارواکي وايي، د ولسي جرګې پریکړه اصولي نه ده، ځکه څلور وزیران تیر کال په خپلو اوسنیو پوستونو نه وو.

دا وزیران د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ، د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید او د ښاري پراختیا وزیر حسن عبداللهي دي.
XS
SM
MD
LG