د منهاج القران ادارې مشر او صوفي عالم طاهر القادري، چې د اداري فساد ضد او په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو په هدف يې په اسلام اباد کې احتجاجي لاریون پيل کړی د سې شنبې پر ماسپښين په خپله تفصیلي وینا کې د پاکستان واکمن نظام په درغلیو، اداري فساد او د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ او دا لاریون يې په تیونس، مصر او لیبیا کې د بدلونونو په شان د یوه انقلاب پيل وباله:
"د پاکستان دمرکزي او د پنجاب حکومت ځينې وزیران د تروریزم واردوونکي او صادروونکي دي، دوی د ترهګرۍ پالونکي دي او سمبالوونکي دي، دتروریزم بنسټ ايښودونکي دي، ترهګرۍ ته ودې ورکوونکي دي.
موږ یوه معتدله، مترقي او سوله ييزه ټولنه غواړو، داسې ټولنه چې په هغې کې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې لپاره هیڅ ځای نه وي.
رښتیا ووايئ ایا پاکستان په کور دننه او په نړۍ کې دسولې او ثبات د ټینګښت او ودې لپاره کار کړی؟"
هغه همداراز وویل، چې په اساسي قانون کې داخبره په څرګندو ټکو لیکل شوې، چې د پاکستان دولت د کورني او بهرني امنيت د خوندي کولو مسوولیت لري او دهیڅ کوم هیواد په کورنیو چارو کې به لاس وهنه کوي او نه به يې امنیت له خطر سره مخامخوي. خو د نوموړي په خبره دا وخت په پاکستان کې دیره ترهګرو نه یواځې کورنی بلکې د نړۍ امنیت له خطر سره مخ کړی دی.
قادري همدا راز د پاکستان ضعیف اقتصاد او خراب امنيتي وضعیت ته په اشارې وویل، چې حکومت یواځې دخپلې بقا او په خبره يې د جیبونو ډکولو په غم کې دی او هیڅکله يې د ولس اساسي مشکلاتو او مسایلو ته پاملرنه نده کړې:
"ترهګري دلته ورځ تر بلې وده کوي، دهیچا ژوند خوندي ندی، نهه نوي سلنه خلک له رښتينې ازادۍ نه محروم دي، دهیچا ژوند و روزګار خوندي ندی، حتی دماشومانو.
دملالې پيښه یو ژوندی مثال دی، زموږ ماشومان نشي کولی په ډاډه زړه ښوونځي ته لاړ شي."
قادري هغه تورونه رد کړل، چې ګنی دی د استخباراتي ادارو، امریکا یا برتانيې په لارښوونه میدان ته راوتی او غواړي انتخابات وځنډول شي.
نوموړي اوسني واکمن په اداري فساد، درغلیو او دماليې په غلا تورن کړل او ويې ویل، ترهغې چې انتخاباتي اصلاحات نه وي رامنځته شوي اوخلک دخپلې رايې په ارزښت نه وي پوی شوي دا لړۍ به همداسې جاري وي.
دهغه په خبره دا وخت په پاکستان کې لوږه، بیکاري، نا امني او د ناقانونه و خپلسرو سخت دریزو وسله والو ډلو زور زیاتی او فعالیتونه اوج ته رسیدلي، چې له امله يې هیڅوک ځان خوندي نه ګڼي :
قادري چې په کاناډا کې تر څو کلونو تیرولو وروسته تیره میلادي میاشت پاکستان ته ستون شوی د انتخاباتي او اداري اصلاحاتو غوښتنه کوي.
هغه یو پاکستاني الاصله کاناډايي تبعه دی او د منهاج القران په نوم یوه مذهبي اداره چلوي.
نوموړي په خپلو لیکنو او وینا وو کې دطالبانو او القاعده په ګډون دسخت دریزو وسله والو ډلو فعالیتونه او کړنلارې غندلي او هغه يې داسلام ضد عمل بللی.
راپور:مجیب الرحمان انګار