د مشرانو جرګې رییس وايي، چې د دې جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د جمهور رییس په دویم مرستیال کریم خلیلي نه بلکې د هغه د ورورو له خوا د ځمکو د غصب په اړه اسناد لري.
د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جلسې په عمومی غونډه کې وویل؛ چې د شکایتونو داورېدو کمیسیون په کریم خلیلي باندې هیڅ اسناد نه لري؛ چې د ځمکو په غضب کې لاس لري.
خو هغه وویل، ورور یې حاجي نبي باید په محکمې کې خپل سپیناوی وکړي:
"موږ بیا هم ټینګار کوو، د هېواد په مشرانو په ځانګړې توګه په کریم خلیلي باندې چا عرض نه دی کړی؛ د ورور قضیه یې له هغه جدا ده. ورور به یې پر ده لګېدلي تورنه له ځانه لرې کوي، محکمې اویا کمیسیون ته به حاضریږې، په هغه باندې تورنه شته. موږ د تېرې سې شنبې د ورځې شکایتونو د اورېدکمیسیون د پریکړې ملاتړ کوو؛ زموږ دریځ د پخوا په شان دی."
د تېرې سې شنبې په ورځ د مشرانوجرګې د شکایتونو داورېدو کمیسیون رییس زلمي زابلي د ولسمشر په دویم مرستیال کریم خلیلي باندې تور لګولی و؛ چې د ده په وینا د ځمکو په غصب کې یې د خپل ورور ملاتړ کړی دی.
کریم خلیلي ولسمشر کرزي ته د یوه لیک په لیږلو سره د ده او د ده د ورور له خوا د دولتي ځمکو د غصب موضوع رد کړې ده.
ښاغلي خليلي دغه تورونه خپل سپکاوی بللی او لیکلي یې وو، چې په دې اړه باید د ده حیثیت اعاده شي.
د مشرانو جرګې رییس د جلسې په عمومي غونډه کې وویل؛ چې د شنبې په ورځ یې د شکایتونو داورېدوکمیسیون له یوشمېر غړیو سره یوځای له کریم خلیلي سره کتلي.
هغه زیاته کړه، کریم خلیلي راته ویلي، هغه څوک چې د ځمکو په غضب کې لاس ولري تر عدلیي او قضايي تعقیب لاندې دې ونیول شي.
د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدوکمیسیون رییس زلمي زابلي یوځل بیا ټنګار وکړ؛ چې د خلیلي ورور د زرګونو جریبه ځمکو په غضب کې لاس لري:
"موږ ټولې نړۍ ته اعلان کوو، چې د خلیلي ورور غاضب دی، د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د سترې محکمې پریکړه او اسناد په لاس کې لري، موږ په هیڅ صورت دانه شو منلی، چې سناتوران دې ورشي او په ټلویزیون کې معذرت کلمه استعمال کړي؛ چې دعذر لپاره راغلي دي."
د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د جمهور رییس د دویم مرستیال کریم خلیلي پر ورور حاجي نبي تور لګوي؛ چې په کابل کې یې د دفاع او کرنې د وزارتونو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.
زلمي زابلي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو؛ د کابل د دارالامان په سیمه کې د حاجي نبي په نوم ښارګوټي د دفاع د وزارت په ځمکې جوړ شوی دی؛ د ښاغلي خلیلي ورور حاجي نبي تراوسه په دې اړه له رسنیو سره څرګندونې نه دي کړي.
راپور: رحمت الله افغان