د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

په نورستان کې ښوونکي کم دي


د نورستان د ګڼو سیمو اوسیدونکي وايي بچي يې ښوونځيو کې د علم دزده کړې لپاره داخل کړي، له نورو کارونو يې ایستلي خو په ښوونځیو کي دښوونکو د نشتوالي له امله ټول بې تعلیمه پاتې شول.

د نورستان يو اوسېدونکى وايي:

“درسونه نه شته ،مکتبونه نه شته. زموږ ماشومان او کشران وروسته پاتې شول، په نورو ځایونو کې مکتبونه نه شته هم هلته استادان نه ورځي”

دوى وايي ښوونکي يې له حکومت څخه معاشونه اخلي .خو د خپلو سیمو پر ځاى په کابل، جلال اباد او کونړ کې اوسیږي، د ښوونځیو او زده کوونکو له حاله بې خبره دي.

يو قومي مشر وايي:

”یو مکتب هم فعال نه دی، ټول معلمین هوايي تنخواګاني اخلي او د دولت بودجه بېځایه مصرفېږي”

نورستانیان وايي که څه هم د دوى د ولایت زیاتې ساحې د وسله والو طالبانو په واک کې دي، خو تراوسه يې د ښوونځیو مخالفت نه دی کړی.

د نورستان دپوهني رئيس ډاکټر حسین ازادۍ راډیو ته وویل د دوى په ليرې پرتو سیمو کې ټول ښونځي فعال دي او په هر ښوونځي کې يې استادان موجود دي، خو کله ناکله یو شمیر ښوونکي د نوو تعلیمي میتودونو او معلوماتو دترلاسه کولو لپاره جلال اباد، کابل او یا هم کونړ ته لیږل کیږي، چي اوس هم ددوي په لسګونو ښوونکي په جلال اباد کې په زده کړو بوخت دي:

“موږ فعلاً زیات استادان دمختلفو کورسونو د تعقیب په خاطر جلال اباد ته لیږلي دي، همدا اوس د ګندهارا په نوم یوه موسسه ده زموږ یوشمیر ښوونکي هلته او څه هم دسویډن موسسې لخوا کورسونو کي په زده کړو بوخت دي”

کونړ اونورستان دهیواد په ختيځ کی لري پراته، سرحدي اوغرني ولایتونه دي، چې په ډیرو سیمو کې يې وسله وال طالبان واکمن دي.

په دواړو ولایتونو کې درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې دوى ښوونځیو، ښوونکو، روغتیايي مرکزونو او ډاکټرانو سره غرض نه لري.

راپور : روح الله انوري- کونړ
XS
SM
MD
LG