د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۳

ځیني موټر چلوونکي: د ترافیکو په ښارګوټي کې زموږ له موټرو نه پرزې ایستل کیږي


په کابل ښار کې د ترافیکي اصولو د سرغړونو پر خلاف د ترافیکو له اقداماتو څخه موترچلوونکي شکایت کوي.

دوی وایي، له موترو سره یې د بې احتیاطۍ له امله په زرګونو افغانیو تاواني کيږي.

په دی وروستیو کې د کابل ترافیکو هڅې تیزې کړي؛ کوم موټر چې د ښار په واټونو کې بیځایه ولاړ او یایې له ترافیکي اصولو سرغړونه کړې وي، په ځانګړو وسایطو کې پورته او د ترافیکو په ښارګوټي کې په موقته توګه ساتل کيږي.

د سې شنبې په ورځ د دې ښارګوتي د دروازې مخې ته په لسګونو موترچلوونکي راغونډشوي وو؛ څو د خپلو نقلیه وسایطو د ایسارېدو پر علت ځانونه پو ه کړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، موټرونه یې کرن پسې تړلي، تر ښارګوټي پورې په بې احتیاطۍ انتقالیږي:

"په خپله ولې راسره نه کښېني او موټر مې نه راولي، چې د موټر په پمپرکې چنګک اچوی او کرن ته یې پورته کوي، پمپر ماتیږي او په اوه زره افغانۍ هم نه پیداکيږي

موترسایکلونه هم په همدې بې احتیاطۍ سره انتقالوي، چې یوه اشاره یې هم روغه نه پاتیږي.

۲- له کندهار را روان شوی یم، جلال اباد ته روان یم. په کمپنۍ کې یې یوې غاړې ته ودرولم او راته یې وویل، چې پنځه زره افغانۍ راکړه پرېږدم دې کنه بیایم دې پنځه ورځې لس ورځې درباندې دلته په کابل کې تېروم. ماهم ورته وویل، چې سمه ده. څو ځایه یې بوتلم اخر یې دلته راوستم، شپه مې دلته په کابل کې تېره کړه."


د ترافیکو ښارګوټی په کابل ښارکې د څارندوی بلاکونو ته څیرمه پروت دی؛ چې په سلګونو ډول ډول موټر، موټرسایکلونه، رکشې او داسې نور نقلیه وسایط په کې ساتل کيږي.

د کابل ترافیکو د وسایطو د بررسۍ د کمیسیون مشرسمونوال عبدالهادي احمدزي ازادي راډیو ته وویل؛ په دې ښارګوټي کې هغه نقلیه وسایط ساتل کيږي؛ چې په واټونو کې یې بې ځایه پارکنګ کړی، یاتخنیکي ستونزې ولري، یا اسناد نیمګړی اویا یې ترافیکې اصول نه وي مراعات کړي.

احمدزي وویل، دلته نقلیه وسايط په ډیر احتیاط راوړل کيږي او د جریمې او اسنادو چارې یې په دوه اویا ساعتونو کې پای رسیږي.

"دا کرنونه ډیر مدرن دي، موټر ورته په ښه توګه پورته کیږي او تردې ځایه په احتیاط سره انتقالیږي، په دی ښارګوټي کې خوندي ساتل کيږي او د هیچا د موټر سامان نه ورک شوی او نه تبدیل شوي دي، دا ادعاګانې ټولې دروغ دي."

احمدزي وویل، دې چلند په ښارکې د ډیرو ترافیکو اصولو د سرغړونې مخه نیولې ده.

ځیني موتر چلوونکي ووایي، د ترافیکو ځیني پولیس ترې په ښارکې زیاتې پیسې غواړي او چې پیسې ورنه کړي، موټرته دې بهانه جوړوي او ایساروي یې.

موترچلوونکي دا هم وایي، کله چې موټر ښارګوټي ته ننوت، د زرګونو افغانیو په لګښت په شلو ورځو کې هم نه شي ایستل کېدلی.

د ترافیکو مسوولین وایي، د دوی مقصد د خلکو ځورول نه، بلکې د قانون پلی کول دی، څو موټرچلوونکي ترافیکې مقررات او اصول مراعات او په ښار کې د ښاریانو د ستونزو سبب نه شي.

راپور: د خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG