د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۱

"تیرکال افغان خبریالان له درېیو مهمو ستونزو سره مخامخ وو"


توحیدي: رسنیواو خبریالانو په تیرکال کې ستونزې او لاس ته راوړنې درلودې
توحیدي: رسنیواو خبریالانو په تیرکال کې ستونزې او لاس ته راوړنې درلودې
د نۍ یا له رسنیو څخه د ملاتړ د ادارې مسوولان وایي، چې په تیر میلادي کال کې اته ټلویزیونونو او دولسو راډیوګانو په افغانستان کې تازه خپل فعالیت پیل کړی دی.

د دې ادارې د ازادو رسنیو د څارنې مسوول صدیق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، سره له دې چې ځینې رسنۍ له مالي پلوه ستونزې لري خو دا مهال سلګونه ټلویزیونونه، راډیوګانې او چاپې رسنۍ په افغانستان کې فعالیت کوي.

ده څرګنده کړه، که څه هم له کیفي پلوه د افغانستان رسنۍ یو څه ستونزې لري، خو د شمېرله امله تر بل هر وخت زیاتې رسنۍ په دې هېواد کې موجودې دي:

"موږ اوس مهال په افغانستان کې اته پنځوس ټلویزیونونه او یو سل او څلور پنځوس راډیوګانې لرو.

معلوماتو ته د لاس رسۍ د قانونو مسوده نهایی او د عدلیې له وزارت څخه هم خلاصه شوې، تمه لرو چې د وزیرانو شورا ته وړاندې او بیا ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستول شي".


توحیدي وویل، چې معلوماتو ته په وخت د خبریالانو د لاس رسۍ د قانون مسوده برابره شوې او د نورو اداري او قانوني پړاوو نو د ترسره کولو او تصویب لپاره مربوطو دولتي ادارو ته استول شوې ده.

په افغانستان کې له ډیرې مودې راهیسې، چې یوې جدي ستونزې ته ګوته نیول کیږي هغه د ځینو رسنیو مالي منابع او د ژورنالیزم د معیارونو خلاف د ځینو ګوندونو او اشخاصو له غوښتنو سره سم د هغوي فعالیتونه دي.

صدیق الله توحیدي د دې ستونزې د یادونې ترڅنګ وایي، چې په تیر میلادي کال افغان خبریالان هم له یو لړ ستونزو او ناخوالو سره مخامخ وو، ده په دې برخه کې د درېیو جدي ستونزو یادونه وکړه:

"موږ په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له درېیو مهمو ستونزو سره مخامخ وو، امنیتي ستونزه، د خبریالانو او چاپي رسنیو مالي او معلوماتو ته د لاس رسۍ ستونزه او په ځینو رسنیو کې د ننه ستونزې.

دا ستونزې هم په کابل کې وې او هم په ټولو ولایتونو کې".


که څه هم د ژورنالستانو د دفاع ځینې ټولنې افغان حکومت ملامتوي چې د خبریالانو د دفاع او خوندي کولو لپاره یې لازمې هلې ځلې نه دي کړي خو افغان حکومت وایی چې د رسنیو او بیان آزادۍ ته ژمن دی او د پیاوړتیا لپاره به یې لا کوښښ وکړي.

په افغانستان کې د رسنیو پراخ فعالیت او د بیان آزادي که له یوې خوا د ډموکراسۍ له اساساتو څخه بلل کیږي له بلې خوا د افغان حکومت له مهمو لاس ته راوړنو څخه هم ګڼل شویده.

خو داسې اندیښنې شته چې ښایی له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته رسنۍ په اوسني حالت کې نه بلکې له مالي بحران او نورو ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG