د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۲

پاکستان د تورخم دروازه د هغو خلکو پرمخ وتړله چې قانوني اسناد ونه لري


پاکستان د تورخم پوله یوارې بیا د خلکو پرمخ وتړله او له قانوني اسنادو پرته پرتګ راتګ بندیز ولګید.

په تورخم کې د پاکستان سرحدي پولیس وايي، بیګا د شپې ناوخته ورته امر شوی، چې له قانوني اسنادو یعنې ویزې پرته هیچا ته دې پر پوله د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د راپورونو له مخې دا وخت د پولې دواړو خواو ته په زرګونو خلک ایسار دي خو پر پوله مامور کسان د اوښتو اجازه نه ورکوي.

په تورخم کې د سرحدي پولیسو یوه افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي په تیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې بیګا شپه ناوخته يې له اسلام اباده احکامات ترلاسه کړي او نه پوهیږي چې دا بندیز به ترکومې پورې وي:

"موږ ته امر شوی چې له ویزې او پاسپورټ پرته هیچا ته د تګ راتګ اجازه ورنکړو، له ویزې پرته هیڅوک نشي کولی چې افغانستان ته واوړي یا پاکستان ته واوړي.

هغه څوک چې د مهاجرت کارتونه ولري هم نشي کولی چې تګ راتګ وکړي.

پر بار وړونکیو موټرو هیڅ بندیز نشته او د پخوا پشان ازادانه ځي راځي، خو عام خلک هغه که افغانان وي یا پاکستانیان له ویزې پرته نشي کولی چې پر پوله واوړي."


دغه دروازه په داسې حال کې بنده شوې، چې د یوې اندازې له مخې هره ورځ تر دیرشو زرو پورې خلک له دې لارې ځي راځي.

د سرحدي پولیسو دغه افسر وايي، د نوي بندیز له مخې هغو افغانانو ته چې پاکستان ته د درملنې یا نورو کارونو لپاره راغلي هم بیرته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

په تیرو نژدې ورځو کې دا درېيم ځل دی، چې د تورخم دروازه دخلکو پر مخ تړل کیږي، له دې وړاندې تیره میلادي میاشت د افغان پولیسو له خوا د څو تنو پاکستانیانو تر ډبولو وروسته پاکستان د احتجاج په ډول د دوو ورځو لپاره دغه پوله وتړله.

د تورخم دروازې بندیدو د افغانانو ترڅنګ قبائل هم انديښنمن کړي او وايي، چې دا کار به ددوی پر ژوند بدې اغیزې وکړي.

د تورخم پرسرحدي دروازه د ویزې شرط په داسې حال کې لګول شوی، چې دا وخت په پاکستان کې په ملیونونو افغانان ژوند کوي او هره ورځ د زرګونو په شمیر افغانستان ته تګ راتګ کوي.

همدا راز په افغانستان کې د روغتیايي اسنتیاوو د نشتوالي له وجې یو زیات شمیر ناروغان د درملنې لپاره پيښور ته راځي، چې دغه شرط به يې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي.

په اسلام اباد کې اړوندو دولتي مقاماتو په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه، خو دغه بندیز په داسې حال کې لګیږي، چې د دوشنبې پر ورځ په پاکستان کې د دیره شپاړس لکو راجستر شويو افغانانو د اوسیدو قانوني موده پای ته ورسیده.

د کډوالو چارو وزارت تیره میلادي میاشت په شفاهي ډول تر شپږو نورو میاشتو پورې ددې مودې د تمدید خبر ورکړ، خو تر اوسه لا دا نده څرګنده چې د تورخم پولې بندیدل له همدې وجې دي که څنګه.

راپور:مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG