په داسې حال کې، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه د وتلو پلان لري؛ د سیمه ییزو پولیسو موجودیت په دې هیواد کې د عمده امنیتي اندیښنو څخه شمیرل کیږي.
یو شمیر منتقدین وایي، چې د افغانستان سیمه ییز پولیس بې کفایته او د وسله والو طالبانو سره تړلي دي.
د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو تشکیل په ۲۰۱۰ کال کې رامنځ ته شو.
د سیمه ییزو پولیسو د تشکیل هدف دا و، چې د افغانستان په لرې پرتو او خطرناکو سیمو کې د تشدد مخنیوی وکړي او د پولیسو دنده سر ته ورسوي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، سیمه ییز پولیس له دې انتقادونو سره هم، ځينې لاس ته راوړنې لري.
د بیلګې په ډول، د ننګرهار ګوشته ولسوالي د پاکستان د پولې په څلويښت کیلومترۍ کې پرته ده.
دوې میاشتې مخکې لږترلږه دوه سوه سیمه ییز پولیس په دې ولسوالۍ کې په دندو وګومارل شول.
د فرانسې د خبري اژآنس په وینا، اوس په ګوشته کې د دې پولیسو موجودیت محسوس دی.
سیمه ییز پولیس د کلیو د مشرانو او مخورو خلکو له خوا معرفي کیږي، درې اونۍ د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا روزل کیږي او بیا د ملي پولیسو په لارښونه فعالیت کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې هر وګړی د سیمه ییزو پولیسو تشکیل ته د شاملیدلو لپاره باید د یوې معتبرې سرچینې له خوا ضمانت ولري.
د دې وزارت په وینا، اوسمهال لږترلږه لس زره سیمه ییز پولیس په ټول هیواد کې دندې ترسره کوي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به یې شمیر دیرش زرو تنو ته ورسیږي.
د کورنیوچارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ چې سیمه ییزو پولیسو اوسمهال د لږترلږه څلور ملیونه افغانانو لپاره امنیت تامین کړی دی.
د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو یوه غړي، شینک د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي:
"دا (ګوشته ولسوالۍ) له پاکستان څخه د راتګ دروازه ده؛ خو اوس د طالبانو هرکلی کوو."
فرانس پرس وايي، شینک له دې خبرې سره په خپل لاس کې ماشیندارته اشاره وکړه او ویې خندل.
د سیمه ییزو پولیسو دې غړي فرانس پرس ته ویلي: زه غواړم، چې خپلې ټولنې ته ښه خدمت وکړم. زه د خپل کلي مشرانو له خوا انتخاب شوم ځکه نه جرمي سابقه لرم او نه په مخدرو موادواخته یم."
د فرانسې خبري اژانس وایي، چې په افغانستان کې پر سیمه ییزو پولیسو عمده انتقاد دا دی، چې د قانون له چوکاټه د باندې فعالیت کوي.
په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو پخوانی قوماندان، جنرال امین الله امرخیل ازادي راډیو ته وویل؛ چې سیمه ییز پولیس د هیڅ قانون په چوکاټ کې نه شاملیږي.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د سیمه ییزو پولیسو تشکیل هغه مهال رامنځ ته شو؛ چې د افغانستان د پولیسو شمیر ډير محدود و. د کورنیو چارو وزارت وايي، چې اوس د افغانستان د ملي پولیسو شمیر ۱۷۵ زرو ته رسیدلی او په راتلونکو دوو کلونو کې ښايي د پولیسو شمیر هغه حد ته ورسیږي، چې د سیمه ییزو پولیسو اړتیا له منځه ولاړه شي.
د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو یو امریکايي روزونکی "ډان بوډلک" فرانس پرس اژانس ته ویلي:
"د افغانستان پوځ او پولیس ځان یوه سرمایه ګڼي؛ نو د وسله والو د حملو اول هدف سیمه ییز پولیس دي. د خلکو فکر داسې برابر شوی، چې سیمه ییز دفاعي ځواکونه باغي دي، حکومت ته د حساب ورکولو مسولیت نه لري او په تشدد به لاس پورې کوي.
په داسې حال کې، چې دا کسان حساب ورکوي، انعطاف مني او په کم مصرف روزل کیږي."
د ده په وینا، د افغانستان د راتلونکی امنیت د ټینګولو لپاره د سیمه ییزو پولیسو د تعهد یوه ښه بیلګه دا ده، چې په تیرو دوو کلونو کې درې سوه پينځه دیرش تنه د دندې پر وخت وژل شوي دی.
د سیمه ییزو پولیسو په اړه د اندیښنو وروستی موج د ډسمبر په څلرویشتمې تر وسله والې حملې وروسته خپور شو.
په دې پیښه کې د سیمه ییز پولیسو یوه غړي، په پوسته کې پر خپلو پينځو همکارانو ډزې وکړې، ویې وژل، د هغوي وسلې یې ورسره وتښتولې او د وسله والو طالبانو خوا ته ور واوښت.