د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۸

"طالبان باید سیاسي لاره خپله کړي"


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه او تبصرې بیا هم په هیواد کې د سولې او پخلاینې روانو هڅو ته ځانګړې شوي دي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې له وسله والو ډلو سره تراوسه د سولې په برخه کې یو ځانګړې دریځ نه دې رامنځ ته شوی او په دې برخه کې په ګډه هڅې نه دي شوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان دولت له ډیره وخته په دې ټینګار کوي، چې د سولې هڅې باید د افغان دولت تر مشرۍ لاندې ترسره شي؛ خو د دې ترڅنګ یې د هغو ټولو هڅو ملاتړ کړی، چې نورو هیوادونو کړي دي.

ملي باور لیکلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزا رت پرون د سولې د هڅو په اړه د افغان دولت یو نوي دریځ ته اشاره وکړه او هغه دا، چې د سولې خبرې باید په هیواد کې دننه وشي.

خو د ورځپاڼې په وینا افغان دولت بیا په قطر او ترکیه کې له طالبانو سره د خبرو او دوی ته د دفتر د پرانستلو ملاتړ کوي.

ورځپاڼې وړاندې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې لومړې باید د سولې د هڅو ټول اړخونه وڅیړي او بیا دې ورته یو دریځ او چوکاټ رامنځ ته کړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د بهرنیو چارو وزارت پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي؛ چې افغان دولت اوس د دې غوښتونکی دی، چې طالبان د جګړې پر ځای سیاسي مبارزې ته مخه کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت دا باور څرګند کړی؛ چې د افغانستان روانه جګړه له سولې او خبرو اترو پرته د هواري بله لار نه لري.

ورځپاڼه لیکي، چې د بهرنیو چارو وزارت خو بیا طالبانو ته دا بلنه هم ورکړه؛ چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې برخه واخلي او په دې ډول دې د حکومت په چوکاټ کې داخل شي.

دنیا نادولتي ورځپاڼې بیا طالبانو ته د بهرنیو چارو وزارت د وړاندیز ننګه کړې او لیکلي، چې طالبان باید نوره جګړه پای ته ورسوي او سیاسي لاره خپله کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو تل د سولې او پخلاینې په اړه د افغان دولت د غوښتنو په وړاندې منفي ځواب ورکړی؛ خو دا ځلې په کار ده، چې دوی د سیاسي فعالیتونو له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان باید نور په دې پوه شي، چې په افغانستان کې هیڅ څوک نشي کولای، چې د زور له لارې حاکم شي او دوی ته باید دا هم ثابته شوي وي، چې پاکستان او ایران د دوی دوستان نه بلکې دښمنان دي.

محور نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې افغان حکومت د دې غوښتونکی دی، چې د سولې خبرې اترې باید په کور دننه وشي او دوی د دې کار لپاره چمتو دي، چې د هغو طالبانو امنیت خوندي کړي، چې د سولې په خبرو کې برخه اخلي.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغان حکومت په خپل دې دریځ په ټینګار سره وایي؛ چې اوس مهال په هیواد کې دننه د خبرو اترو ښه زمینه برابره ده.
XS
SM
MD
LG