د کندهار چارواکي وايي، هغې بهرنۍ الوتکۍ ته له کابله د ناستې اجازه ورکړل شوې وه، چې د شنبې په ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې ښکته شوې.
جاوید فیصل وايي، دا الوتکه د کندهار په هوايي ډګر کې له ناستې درې ساعته وروسته بیرته والوته.
تر اوسه پورې څرګنده نه ده، چې دا الوتکه له کوم هېواد څخه په څه هدف افغانستان خاورې ته ننوتې وه.
د یکشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د امنیت د شورا په غونډه کې پریکړه وشوه، چې د افغانستان خاورې ته د دې الوتکۍ د ننوتلو په اړه او په کندهار کې د لنډ مهالې ناستې په اړه دې څیړنې وشي.
د ولسمشر د ویندوې له دفتره په خپره شوې پاڼه کې ویل شوي، چې دا الوتکه د خلیج له حوزې څخه د افغانستان خاورې ته ننوتې وه.
په دې غونډه کې ولسمشر کرزې د ملي امنیت په چارو کې خپل سلاکار ته دنده وسپارله چې معلومه کړې کوم حکومتي مقام یا ادارې دې الوتکې ته په کندهار کې د کیناستلو اجازه ورکړې ده.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ددې الوتکې د ناستې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار هوايي ډګر کې د الوتکو ناستې ته د اجازې ورکولو یا نه ورکولو واک له مرکزي ادارې سره دی او ولایتي چارواکي په دې کې واک نه لري.
د ښاغلي فیصل په وینا ددې الوتکې له ناستې وروسته د بهرنیو چارو د وزارت له کندهار ولایت وغوښتل چې دې الوتکې ته باید وویل شي چې له کندهاره ووځي چې دوی هم هماسې وکړل.
د افغان چارواکو له څرګندونو وروسته هم په کندهار کې ددې الوتکې د ناستې په اړه پوښتنې شته.
الوتکه په کوم هدف ورغلې وه ، چا د ناستې اجازه ورکړې وه او ولې ترې افغان چارواکو پرته د معلوماتو له ترلاسه کولو وغوښتل چې د افغانستان خاوره باید پریږدي ؟ دا هغه پوښتنې چې ښايي وروسته یې ځوابونه راڅرګند شي.