آیسا یا په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره وایي، چې د (افغان امیریکن) په نوم یو شرکت غواړي چې د تیلو د تصفیه کولو په برخه کې ۷ سوه میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د پانګونې ملاتړه اداره وایي، چې له دې پانګونې سره افغانستان خپله د تیلو د تصفیې وړتیا پیدا کړي.
د ایسا مسولینو د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د افغان امریکن په نوم یو شرکت حاضر شوی؛ چې د تیلو د تصفیې په برخه کې اووه سووه میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د ایسا د ادارې مشر وفي الله افتخار وویل، چې دا شرکت به د هیواد په شمال کې د تیلو د تصفیې یوه لویه فابریکه جوړه کړي؛ چې د ورځې به شپیته زره بېرله تیل تصفیه کوي.
د افغانستان د ننه د تیلو د تصفیې خبره په داسې حال کې کیږي؛ چې دا مهال د آمو سیند د نفتي حوزې اومه تیل د تصفیې لپاره ګاونډي هیواد ترکمنستان ته وړل کیږي.
د آیسا د معلوماتو له مخې هرکال د تیلو سکتور د دغو موادو د تصفیې لپاره له هیواد څخه بهر څلور میلیارده ډالره لګوي؛ خو وایي، چې د یادې فابریکې په جوړولو سره به د دغو پیسو زیاته برخه د هیواد دننه ولګول شي.
خو افغان کتونکي د کانونو په برخه کې د زورواکانو او حکومتي چارواکو موجوده لاسوهنو اندیښمن کړي دي.
د اقتصادي چارو کتونکي تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته وویل؛ که خپله ولسمشر کانونو په برخه کې د زورواکانو او محلي چارواکو د لاسوهنې مخه ونه نیسي؛ نو په دې سکتور کې پانګونه به لازمه ګټه ونه لري.
د کانونو په برخه کې د زورواکانو او محلي چارواکو لاسوهنه هغه موضوع ده؛ چې خپله د کانونو وزیر وحیدالله شهراني هم ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې تایید کړې ده.
خو آیسا وایي، چې د هیواد په شمال کې د تیلو د تصفیه خانې جوړول یوه لویه لاسته راوړنه ده او دوی هڅه کوي؛ چې افغانستان ته نورې لویې پانګونې هم راجزب کړي.
راپور: اسدالله لودین