د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

"افغان پولیس د خپلو ملګرو په لاس وژل کیږي"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، "افغان پولیس د خپلو ملګرو په لاس وژل کیږي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

افغان پولیس د اصلي دښمنانو په نسبت، د دوستانو په جامه کې له دښمنانو څخه زیاته بېره لري.

ورځپاڼې د ارزګان ولایت د پنجشنبې د ورځې پېښې ته اشاره کړې؛ چې یوه پولیس سرتېري، خپل یو طالب ملګری پوستې ته داخل کړ؛ دروازې یې وتړلې، د چړو او ټوپکو په واسطه یې په خپلو همکارانو باندې حمله وکړه او څو تنه یې مړه او ټپیان کړل.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغان پولیسو له خوا د خپلو ملګرو د وژنو شمېر، د افغان ځواکونو له لیکو څخه په امریکایي پوځیانو باندې د حملو او تلفاتو د شمېر په پرتله زیات دی.

ورځپاڼې کندهار ته نږدې د پولیسو د قوماندان تاج محمد خبره راخیستي؛ چې وایي، خپل آشپز ته یې امر کړی، چې هیڅوک به پخلنځي ته نه پریږدي.

تاج محمد د پولیسو له داخل څخه حملو ته اشاره وکړه او وایي، دا ډول حملې د پولیسو په منځ کې بې باورۍ زیاتوي او ډېر خطرناک عمل دی.

د یکشنبې په ورځ په جوزجان ولایت کې هم ورته پیښه شوې وه او یوه پولیس چې له طالبانو سره یې ارتباط درلود، په خپلو همکارانو حمله وکړه.

نیویارک ټایمز لیکي، د دې نویو حملو څپو په افغانستان کې د پولیسو افسران اندیښمن کړي دي.

ورځپاڼې د شریف آغا په نامه د پولیسو د یوه افسر خبرې راخیستي؛ چې وایي، دوی ۲۴ ساعته د خپلې اشېزخانې څار کوي او شخصاً دی له یوې میاشتې راهیسي آرامه نه دی ویده شوی.

انټرنشنل هیرالډ ټربیون ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د وضعې او راتلونکې په اړه یو مضمون لیکلی او په یوې برخې کې یې لیکي؛ د دې ولسوالۍ خلک د خپل ځان او افغانستان د راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

د دې ولسوالۍ خلک دا وېره لري، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن افغانستان د ډاکټر نجیب د دورې له حالت سره مخامخ شي.

د خلکو په وینا، د ډاکټر نجیب رژیم د روسانو له وتلو څخه درې کاله وروسته ړنګ شو، دا په داسي حال کې وه، چې د هغه وخت پوځ او پولیس د اوسنې حکومت په پرتله ډېر ښه او مجهز و.

د ورځپاڼې په باور، دا مهال حد اقل په ګرمسېر ولسوالۍ کې د حکومت د ړنګیدو خطر شته. څو میاشتې کیږي، چې د دې ولسوالۍ ولسوال او د هغه مرستیال په ولسوالۍ کې نه شته او دواړه د ولسوالۍ د څوکۍ د عصبولو په مقصد مرکز کابل ته تللي دي.

ورځپاڼه د ګرمسېر ولسوالۍ د اوسیدونکو په حواله لیکي؛ په دې ولسوالۍ کې یوازې د طالبانو نظام حاکم دی او که چېرې وضعه په همدې ډول دوام وکړي، دوی نه پوهیږي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یې برخه لیک څه وي.
XS
SM
MD
LG