د هغې پولیسې میرمنې، ماشومان او ګاونډیان، چې یو امریکایي سلاکار یي وژلې وایي، چې نرګس د اقتصادي ستونزو له کبله په عصبي او رواني ناروغیو اخته وه.
د نرګس اولادونه او ګاونډیان دواړه دا تاییدوي، چې دا د اقتصادي ستونزو له کبله په رواني ناروغۍ اخته وه.
د کابل پولیسو ویلي دي، نرګس، چې، د تیرې دوشنبې په ورځ یي د کابل په امنیي قومندانۍ کې په یو امریکایي سلاکار ډز وکړ او هغه یي وواژه روانې ستونزې لري.
د دې مسلې د معلومولو لپاره د پنجشنبې په ورځ مې وغوښتل د نرګس کور ته، چې د کابل ښار په چهارقلعه وزیراباد کې دې ورشم.
د نرګس زوی ایمان الدین نومیږي او د لسم ټولګي زده کونکی دی وایي، چې مور یي په رواني ناروغی اخته وه او هره ورځ به یي له دې امله په کور کې تاوتریخوالی وه:
"له خپلی وظیفې به یي څه نه ویل، خو بیا به یي هم جیګر خوني کوله ژړل به یي له ګاونډیانو سره به یي شور ماشور کاوه پر موږ به یي شورماشور کاوه جګړه به یي کوله همیشه موږ کره جنګ وه.
د بریښنا پر لین او هر څه به یي، چې مخ ته راتله وار به یي کولو اعصاب یي ډیر خراب وه ډاکټرانو ته هم تله خو ډاکټرانو ډیر اهمیت نه ورکولو او یوازې به یي ګولې ورکولې.
ګولۍ به هم پرې اغیز نه کوله د ژړا علت یي دا ده، چې ویل یي اولادونه می څه کیږي څه کیږم زموږ راتلونکی څه کیږي اقتصاد به مو څنګه شي"
میرمن نرګس، چې په خټه ایرانۍ او د تهران اوسیدونکې ده شل کاله کیږي، چې له یو افغان سره یي، چې د کورنیو چارو وزارت اجیر مامور دې واده وکړ.
میرمن نرګس هم پنځه کاله مخکې د افغانستان په ملي پولیسو کې د میړه د تذکرې په اعتبار دنده پیل کړه.
د نرګس زوی ایمان الدین وایي، اته کلن وه چې له ایرانه راغلی او په تیرو لسو کلونو کې یي مور ان د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره هم ایران ته نه ده تلی.
د نرګس ګاونډی محمد اسماعیل چې دا ورسره په یوې حویلی کې اوسیده او ګڼدونکی دی وایي، چې نرګس دوه ځلي هڅه کړې وه، چې ځان ووژني خو بریالی شوې نه وه:
"د هغې رواني تکلیف هغه وخت منږ ته ښکاره شو، چې ډیر به یي له خپل خاوند سره جګړه کوله او بیا به یي چېغې وهلې د شپې او سهار به د دوي دا جنجال زیات وه.
کورني اختلاف یي نه درلود یوازې له نیستی او ناداری څخه وه ۱۵ ورځې د مخه یي ډاکټر ته د عصبي ناروغی له امله تلې وه، ان ما ته یي ویلي وه، چې زما اعصاب ښه نه دي"
۴۰ کلنه نرګس، چې د کورنیو چارو د وزارت د حقوق او جندر د څانګې غړی وه د کورنیو چارو د وزارت له خوا مصر ته هم د یوه روزنیز سفر لپاره تللی وه.
دا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې لومړنۍ میرمن ده، چې په یو بهرني سلاکار یی ډز وکړ او هغه یی وواژه.
تر دې مخکې دا کار تر ډیره د نارینه وو لخوا کیده، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ په همکارۍ یی ناوړه اغیز کړې وو.