یو شمیر پخوانیو جهادي مشرانو له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پرامنیتي سند ټینګار کړی او په قطر کې یې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر پرانیستل مهم بللي دي.
د جمهوري ریاست له خوا په خپر شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي متحده ایالاتو ته ترسفر مخکې د چهارشنبې په ورځ له ځینو جهادي مشرانو او سیاسي څیرو سره کتلي او امریکا ته یې د خپل سفر د اجنډا او د سولې د روانو هڅو په اړه له هغوي سره خبرې کړي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دغونډې ټولو ګډونوالو له امریکا سره امنیتي سند مهم او ګټور وباله، خو ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد ملي حاکمیت ته باید زیان ونه رسیږي:
" د غونډې ټولو ګډونوالو د نظر یووالی درلود او له ولسمشرنه مو وغوښتل چې امنیتی تړون باید له امریکا سره د هغو وړاندیزونو پراساس وشي چې افغان ملت د سولې د مشورتي جرګې په چوکاټ کې افغان حکومت ته سپارلي دي.
په هغو سپارښتنو کې لومړی شرط دا دی، چې که امریکا سره امنیتي تړون کیږي باید زموږ ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې رانشي او له لسو کلونو راهیسې، چې کوم تاوتریخوالی دلته موجود دی باید ورته د پای ټکی کیښودل شي".
ښاغلي مسلمیار دغه راز وویل، چې د سولې رواني هڅې ګټورې وبلل شوې خو په غونډې کې ټولو برخه والو دا نظر وړاندې کړ، چې دا هلې ځلې باید د سولې د عالي شورا لخوا پرمخ ویوړل شي نه د بیلا بیلو سازمانونو او هیوادونو لخوا.
ده همدا شان وویل، چې د سولې په خبرو اترو کې باید د افغانستان د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له پامه ونه غورځول شي او د سولې عالي شورا دې له هره پلوه بې طرفه ثابته شي.
خو ځینې پخواني طالب مشران که څه هم د سولې روانې خبرې آترې ډیرې مهمې او ګټورې بولي خو ټینګار کوي چې په دې شرایطو کې به له امریکا سره د امنیتي سند لاسلیک کول د سولې پروسه ټکنۍ کړي.
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا هم ورته نظر لري:
" د کوم تړون خبره چې کیږي او هدف یې د لسو کلونو لپاره د امریکایی ځواکونو دلته پاتې کیدل دا زه د نوي جنګ اعلان او له سولې سره مخالفت بولم.
دا به د سولې لپاره ګټه ونه لري بلکې مخالفت یې دی،ملت هم پردې خواشینی دی چې هم د سولې غږ کیږي او هم له امریکا سره د تړونونو.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو پاتې کیدل هم د متحده ایالاتو لپاره او هم د افغانستان لپاره زیان بولم"
ټاکل شوی ده، ولسمشر کرزی د نوي میلادي کال په لومړیو ورځو کې د جمهور رییس بارک اوباما په بلنه واشنګټن ته سفر وکړي.
که څه هم لا تراوسه په رسمي ډول د دې سفر ټول جزییات نه دي خپاره شوي خو ویل کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتی سند او له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې آترې یې له مهمو اجنډاوو څخه دي.
افغان حکومت سره له دې چې د سولې په برخه کې روان پرمختګونه د پام وړګڼی له امریکا سره امنیتي تړون هم د افغانستان په ګټه بولي خو ټینګار کوي چې امریکا باید د افغانستان شرایط چې د افغان امنیتی ځواکونو روزنه او تجهیز، د دې هېواد ملي حاکمیت ته درناوی او ځینې نور مسایل په کې شامل دي ومني.