د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د پلټنو پر مهال سل ګونۍ امونيم نايټريټ يا توره سره او لسګونه ماينونه نيولي دي.
چارواکي وايي، وسله والو غوښتل چې ماينونه کندهار ته يوسي، خو ونه توانېدل.
د ملي امنيت سرتېرو په غزني ښار کې د پلټنو پر مهال سل بوجۍ امونيم نايټريټ او لسګونه کړۍ ماينونه نيولي دي.
چارواکي زیاتوي، ماينونه او امونيم نايټريټ اتو تنو وسله والو د پکتيکا له اورګون څخه راوړي او کندهار وړل، چې د غزني په قلعه يې جوز سيمه کې ونيول شول.
د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي، چې په هره بوجۍ دو پينځوس کيلو ګرامه امونيم نايټريټ ايښودل شوي او بيا په يو کوماز موټر کې ځای پر ځای شوي وو .
دی وايي، په نيولو شويو کسانو کې اوو تنه يې د غزني او يو بل يې د خوست اوسېدونکی دی:
“ملي امنيت اته تنه وسله وال چې پنځه زره دوه سوه کيلو ګرامه امونيم نايټريټ او لسګونه ماينونه يې را بار کړي وو نيولي دي، وسله والو دغه ماينونه او امونيم نايټريټ له ارګون څخه کندهار ته وړل چې په غزني کې نيول شوي دي.”
څو اونۍ وړاندې هم د ملي امنيت سرتېرو په غزني کې زرګونه کيلو ګرامه امونيم نايټريټ نيولي وو .
امونيم نايټريټ چې خلک يې توره سره بولي له پاکستانه راځي او دلته ورڅخه وسله وال طالبان دولتي موټرو، ټانکونو، او د پلونو د الوزولو د پاره ماينونه جوړوي.
راپور: سيدشاه سقيم