د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

"پر امریکايي سلاکار برید به د لنډې مودې لپاره منفي پایلې ولري"


Afghanistan – Interior Ministry Spokesman Ghulam Sediq Sediqi during an with Azadi radio (RFE/RL) on 01Mar2012
Afghanistan – Interior Ministry Spokesman Ghulam Sediq Sediqi during an with Azadi radio (RFE/RL) on 01Mar2012
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره ورځ په کابل کې پر یوه امریکايي سلاکار ترسره شوی برید د اعتماد له پلوه پولیسو ته زیان رسوي.

پرون په کورنیو چارو وزارت کې یوې ښځینه پولیسې دغه سلاکار په ډزو وواژه.

د کورنیو چارو د زوارت ویاند صدیق صدیقي د پرونۍ پیښې په اړه له ازادۍ راډیو سره په څرګندونو کې وویل؛ پر امریکايي سلاکار د ۳۳ کلنې نرګس دا حمله به د لنډې مودې لپاره منفي پایلې ولري.

نوموړي وویل، چې دا برید به د افغان پولیسو او د هغوی د نړیوالو همکارانو تر منځ همکارۍ باندې کوم اغیز ونه کړي.

خو صدیق صدیقي وویل، چې دا پیښه پر پولیسو د اعتماد په برخه کې منفي اغیز لرلی شي.

"دا پیښه ناوړه اغیز لري، له دې سترګې نه شو پټولی. تاسو خبر یاست، چې له دې مخکې هم دا ډول پیښې شوي دي؛ خو له نیکه مرغه دغو پیښو د افغان او نړیوالو ځواکونو تر منځ پر ستراتیژیکو، اوږد مهالو او کلکو همکاریو هیڅ اغیز نه دی کړی. خو د اعتماد له نظره به دا پیښه پولیسو ته ضربه ورسوي."

د کابل د امنیې قومندان مرستیال ویلي، پر امریکايي سلاکار برید کونکې نرګس د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د جندر په څانګه کې کار کوه.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا، د "ډاین کورپ" امریکايي شرکت دغه قراردادي، د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د سلاکار په توګه دنده درلوده.

بل لورته د ایساف یوه ویاند "جان مډاور" ویلي افغان او نړیوال ځواکونه په ګډه د دې پیښې په باب تحقیقات کوي:

"د ایساف پر یوه ملکي غړي، چې د پولیسو روزونکی و، د کابل د پولیسو په قرارګاه کې ډزې وشوې؛ چې له بده مرغه ومړ.

برید کونکې چې د پولیسو یونیفورم يې په تن و؛ دا مهال د افغان مقاماتو په توقیف کې ده. که څه هم چې تر اوسه پورې له پولیسو سره د هغې تړاو نه دی ثابت شوی؛ خو په دې اړه د افغان لوري او ایساف ځواکونو ګډ تحقیقات دوام لري."


د ازادۍ راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې برید کونکې نرګس د څلورو ماشومانو مور ده او د دوو کلونو لپاره يې د پولیسو د بشر د حقونو په اداره کې کار کړی دی.

د راپورونو له مخې په روان میلادي کال کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر بهرنیو سرتیرو په شوو حملو کې ۶۰ بهرني سرتیري او سلاکاران وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG