د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۳

لویې څارنوالۍ د عزیز الله لودین وروستۍ څرګندونې رد کړې


د افغانستان لویه څارنوالي وایي، که چیرې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د عالي ادارې له مشر سره داسې اسناد او شواهد وي، چې وښیي، لویه څارنوالۍ د دوی له خوا استول شوې دوسیې نه څیړي، نو دوی ته دې وړاندې کړي.

د لویې څارنوالۍ چارواکي وایي، دوی ټولې هغه دوسیې څیړي، چې اسناد او مدارک یې بشپړ شوي وي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ هیڅ داسې قضیه نشته چې لویه څارنوالۍ سترګې پرې پټې کړي او محاکمو ته یې ونه لیږي.

"د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې له خوا چې څومره دوسیې لویې څارنوالۍ ته رسیدلي دي، د اکثره دوسیو تحقیقات بشپړ شوي او دوسیې یې محاکمو ته لیږل شوي دي؛ سږکال ابتدایه محاکمو په ۱۲۰ دوسیو باندې پریکړه کړې، څومره دوسیې چې له شواهدو او مدارکو سره لویې څارنوالۍ ته راشي موږ یې نه ایساروو، هره دوسیه چې دوې رالیږلې موږ ورته ځواب لرو."

عزیزي وایي، په دغو یوسل اوشل فیصله شویو دوسیو کې هغه هم شاملې دي؛ چې د اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې له خوا دوی ته سپارل شوې دي.

خو بل لورته له فساد سره د مبارزې عالي اداره شکایت کوي؛ چې لویې څارنوالۍ تراوسه د فساد هغه دوسیې نه دي څیړلي؛ چې د دوی د ادارې له خوا ورلیږل شوي دي.

له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیزالله لودین د شنبې په ورځ په کابل کې؛ د فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل؛ چې تراوسه یې د فساد شااوخوا ۱۶۰ دوسیې لویې څارنوالۍ ته لیږلي، خو د ده په خبره دغه دوسیې نه دي څیړل شوي.

"په تیر یوه کال کې تاسو عملاً ولیدل، چې ډیرې لویې او باارزښته قضیې چې موږ ډیر وخت پرې کار کړی وو، کوم ځای ته ونه رسیدې.

موږ دغه سلګونه قضیې د زړه په وینو جوړې کړې وې؛ خو تراوسه هم د تورنو کسانو د عدلي تعقیب او محاکمه کولو شاهدان نه یو.

پوښتنې دا دي چې ایا په هیڅ یوې قضیه کې هم لازم دلایل نه دي موجود؟

ولې د دغو دوسیو حتی د عادي پړاوونو کار پای ته نه دی رسیدلی او نتیجې یې نامعلومه دي."


د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې د فساد هغه دوسیې هم څارنوالۍ ته لیږلي؛ چې د وزیرانو په ګډون لوړ پوړي دولتي کسان په کې شامل دي.

خو د دې سپیناوې ګران دې، چې کوم یو رښتیا وایي، له اداري فساد سره د مبارزې اداره او که لوی څارنوالۍ؟

په فساد کې د تورنو کسانو د دوسیو په اړه دغه ضد او نقیض څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د شفافیت نړیوالې ادارې په خپل سږني راپور کې افغانستان د هغو دریو هیوادونو په ډله کې راوستلی چې اداري فساد په کې اوج ته رسیدلی.

ولسمشر حامد کرزي بیا د شفافیت ادارې دا راپور رد کړ او وې ویل چې دغه ډول راپورونه د ځینو سیاسي اهدافو لپاره خپریږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG