په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په هیواد کې د اداري فساد په اړه د ولسمشر کرزي په پرونیو څرګندونو بحثونه کړي دي.
دنیا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې افغان ولسمشر دا باور څرګندوي، چې په افغانستان کې د اداري فساد لمن هله ټوله شي، چې بهرني ځواکونه له هیواده ووځي.
ورځپاڼه لیکي، چې د ښاغلي کرزي په نظر په افغانستان کې دوه ډوله فساد موجود دی، چې یو یې په افغان دولت کې او بل یې په بهرنیو قراردادونو کې.
ورځپاڼې د ښاغلي کرزي دې څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان کورني او بهرني فساد دواړو په نړۍ کې بدنام کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د موجوده فساد یوه برخه د هغو افغانانو له خوا کیږي، چې د زور واک او نفوذ خاوندان دي او که حکومت یې د قانون منګلو ته و نه سپاري، نو د فساد مخنیوی ګران دی.
افغانستان ایکسپریس انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په افغانستان کې فساد یو حقیقت دی، خو په دې اړه د افغان مشرانو او بهرنیانو په دریځ کې توپیر ته اشاره کوي.
ورځپاڼه لیکي، حال دا چې بهرنیان افغان مشران تورنوي، چې د فساد په وړاندې په مبارزه کې د دوی همکارۍ ته لیواله نه دي، خو د ورځپاڼې په وینا ولسمشر کرزی بیا د موجوده فساد زیاته برخه په بهرنیو مرسته کوونکو تړي.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلې کرزی دا استدلال کوي، چې بهرنیان په مستقیم ډول د میلیونونو ډالرو قراردادونه د افغان چارواکو عزیزانو ته ورکوي او دا هغه څه دي، چې دی پرې کنټرول نه لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي کرزي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې مشر بیا پرته له دې؛ چې بهرنیانو ته ګوته ونیسي د انتقاد ګوته په نورو افغان چارواکو پورته کړه.
ورځپاڼه لیکي، چې عزیز الله لودین په خپلو خبرو کې د هیواد په عدلي ادارو انتقاد وکړ، چې د فساد دوسیې په سمه توګه نه تعقیبوي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د ډاکټر عزیز لودین څرګندونې راخستي او لیکلي، چې په افغانستان کې د فساد پر ضد د مبارزې سیسټم اغیزمن نه دی.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي لودین په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې قانون باید په ټولو یو ډول پلې شي او مفسد چارواکي باید علني محاکمه شي.
ورځپاڼه لیکي، چې ډاکټر لودین په هیواد کې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره له موازي ادارو نه هم خفه ښکاري او وایی، چې د داسې ادارو موجودیت د فسا پر ضد مبارزه پیچلې کړې.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د فساد په اړه او دا، چې دا فساد تر ډیره له بهرنیانو سره تړلی دی، د ولسمشر کرزي د څرګندونو ننګه کړی.
ورځپاڼې لیکلي، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د فساد لمنه ټوله او بهرنې اړخ به یې له منځه ولاړ شي.