د پکتيا لرو پرتو غرنيو ولسواليو اومرکز ګردېز اوسېدونکي شکايت کوي، چې د ژمي پر رارسېدو د روغتيايي اسانتياو د کمښت او نشتوالي له امله له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
د خلکو دا شکايتونه د عامې روغتيا رياست چارواکي هم مني او وايي، چې په پرلپسې ډول يې د عامې روغتيا وزارت څخه غوښتنه کړې؛ چې په دې ولايت کې د خلکو د روغتيايي ستونزو د راکمولو په موخه د کلينکونو او روغتونونو د بسترونو او امکاناتو زياتوالي ته جدي پاملرنه وکړي، چې لا يې هم د عامې روغتيا وزارت څخه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د پکتيا لژې منګل، احمدخېل، جانخېلو او ورڅېرمه څو نورو غرنيو ولسواليو اوسېدونکي په پرلپسې ډول شکايت کوي، چې د کليو او بانډو کلنيکونو د غير فعال کېدو له وجې يې؛ ښځينه ولادي ناروغانې په لارو کې مري او يا له نورو ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.
د سيمې اوسېدونکي د ژمي پر رارسېدو د غير فعال کلينکونو په اړه اندېښنه لري او وايي، د واورو ورښت او لارو د خرابوالي له امله نه شي کوای ولادي ناروغان په خپل وخت د څمکنيو و لسوالۍ روغتون او يا هم مرکز ګردېز ته د تداوي په خاطر ولېږدوي.
دوی وايي، دولت يې تر دې مهاله روغتيايي مرکزونو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې؛ په سيمه کې شته کلينکونه يې چې عصري او مجهزې ودانۍ ورته د مرستندويه ادارو له خوا جوړې شوي؛ غير فعال او ناروغان يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي :
"۱- نوم مې طاهر دی، زموږ د مريضانو تداوي سمه نه کيږي، ټول کلنيکونه تړل شوي، نوم يې شته کلنيک نشته.
۲- زه حاجي شاولي خان. کلينکونه مو څوک بند دي څوک توی وړي دي، چې زنانه په دې لارو کې لرو کلنيکونو ته راوړو، يا مو زنانه له منځه ځي او يا بل مشکل جوړيږي، هېڅ کلنيک نه لرو."
يوازې د دې څو ولسواليو اوسېدونکي نه دي، چې د لازمو روغتيايي اسانتياو له نشتوالي سر ټکوي د پکتيا ګڼو سيمو اوسېدونکي يې په شته فعالو روغتيايي مرکزونو کې له خراب روغتيايي وضعيت څخه ځوريږي او وايي، د روغتيا رياست چارواکي يې روغتيايي مرکزونو ته لازمه پاملرنه نه کوي او نه ورسره ډاکټرانو له خوا سم چلند کيږي :
" ۱- زه درې وارې شفخانې ته ورغلی يم، نه يې دوا راکړې نه يې زما خدمت کړی دی علاج نشته.
۲- زه خان جان د لژې منګل د خرګي کلي اوسېدونکی يم. د شپې لس بجې څمکنيو شفخانې ته ورغلي يو، ډاکټران نه وو، بېرته دلته ګردېز ته راغلو.
۳- زما نوم عتيق دی. په سيدکرم ولسوالۍ کې کلنيک شته، خو نه په کې دوا شته او نه هم ښځينه ډاکټرې او قابله ګانې خلک له مشکلاتو سره مخ دي؛ کله چې خلک د شپې ولادي مريضان وړي يا به يې ګردېز ته وړي او يا شخصي کلنيکونو ته."
د عامې روغتيا سرپرسته مشره ډاکټر "نازدانه پکتياوال" مني چې خلک په لرو پرتو سيمو کې ښايي له ستونزو سره مخ وي؛ نوموړې زياتوي چې په ولايت کې يې د مور او ماشوم د شل بستريز روغتون په ګډون اته روغتيايي مرکزونه غير فعال دي :
نازدانه پکتياوال د خلکو شکايتونه پر ځای ګڼي وايي، سره له دې چې په روغتون کې مو بسترونه اضافه کړل خو بیا هم بسنه نه کوي:
" موږ د ورځې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ناروغان لرل؛ چې وزارت ته مو په وار وار راپور ورکړی؛ چې له ستونزو سره مخ شوي يو، نو موږ ته يې ۲۰ بستره اضافه کړل، چې اوس هم دا بس نه دي او موږ له مشکلاتو سره مخ يو."
نوموړې زياتوي، چې د غير فعال کلينکونو د فعالېدو په برخه کې دوی د ولسي جرګې د وکيلانو، د مشرانو جرګې استازو او ولايتي شورا له غړو سره پرلپسې ناستې کړې دي.
دا زياتوي د ولايتي ادارې په مرسته يې هڅه پيل کړې؛ چې د عامې روغتيا وزارت ورته د يادو روغتيايي مرکزونو د فعالېدو په خاطر بوديجه ځانګړې کړي؛ څو وکولی شي، د دې کلنيکونو له پاره ډاکټران، قابله ګانې او اداري فرسونل پيدا کړي.
راپور: داود تپان - پکتيا