د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزیر وایي، چې هڅه کوي ملي میوزیم ته نوې ودانۍ جوړه کړي.
د اطلاعات او کلتور وزارت له خوا د ملي میوزیم د نوې ودانۍ د جوړولو هڅې په داسې حال کې روانې دي؛ چې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د ملي موزیم موجوده ودانۍ د تاریخي اثارو د ساتلو لپاره کافي ځای نه لري.
د اطلاعات او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د دوشنبې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې د لرغونو سیکو د ورسپارلو په مهال وویل؛ چې د ملي موزیم د نوې ودانۍ ډیزاین په نیویارک کې ترتیب شوی.
خو ده و نه ویل، چې دا نوې ودانۍ به په څومره موده کې جوړه شي.
"ستونزه دا ده، چې د دې موزیم ودانۍ د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده؛ نن موږ دې سیکو ته کافي ځای نه لرو، خو دا په دې معنا نه ده، چې موږ دا سیکې نه اخلو.
د موزیم د نوې ودانۍ چارې هم روانې دي، دې ودانۍ ته یومیلیون ډالر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورکړي او شپږ میلیونه د امریکا سفارت.
موږ د دې په تمه یو، چې له دې ودانۍ سره نور هیوادونه هم همکاري وکړي، نقشه یې په نیویارک کی ترتیب شوی ډیره ښکلې ده."
د ملي موزیم موجوده ودانۍ، چې په کې د افغانستان تاریخي اثار او نخسې ساتل کیږي، د شاه امان خان د واکمنۍ په موده کې جوړه شوې.
د ښاغلي رهین په وینا که څه هم دوی په دې ودانۍ کې د دغو تاریخي سیکو د ساتلو لپاره ځای نه لري، خو دا په دې معنې نه ده، چې دوی دا سیکې نه اخستل غواړي.
دا ۲۵۰ تاریخي سیکې، چې د کوشانیانو له دورې سره تړاو لري، د بهرنیو چارو وزارت له خوا له لندن نه انتقال شوي او د اطلاعات او کلتور وزارت ته وسپارل شول.
په لندن کې افغان سفیر په خپلو خبرو کې وویل، چې دا سیکې په شپیتمه او اویاومه لسیزه کې د یو بریتانوي لرغون پیژندونکي ډېوېډ مکډاول له خوا په زده کړو کې د استفادې لپاره بریتانیی ته وړل شوې وې.
"دوه سوه پنځوس نادرې سیکې چې نن د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان ملي موزیم ته د خوندي توب لپاره سپارل کیږي دا د کوشانیانو د دورې دي.
دا سیکې د میلاد په شپیتمه او اویایمه لسیزه کې د ډاکتر میک ډاول په وسیله چې یو بریتانوی لرغون پیژندونکي و؛ په افغانستان کې راټولې شوي دي.
دغه سیکې هماغه وخت زموږ د سیمې د لرغون پیژندنې په مقصد بریتانیا ته انتقال شوې وې."
بل لور ته ځینې کتونکې که څه هم د دې اقدام هر کلی کوي، خو وایي، چې دا تاریخي اثار باید خلکو ته د نندارې لپاره وړاندې شي، څو هغوی د دغو اثارو په ارزښت پوه شي.
د کابل پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په حکومت انتقاد وکړ، چې د تاریخي اثارو ساتنې ته یې زیاته پاملرنه نه ده کړې.
په افغانستان کې د لرغونو اثارو د ساتنې او خوندي کولو لپاره دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې په تیرو دریو لسیزو کې دغه اثار د کورنیو جنګونو په مهال د بیلابیلو ډلو له خوا لوټ او بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شول.
که څه هم افغان دولت د یونسکو په همکارۍ د دغو اثارو د بېرته راګرځولو لپاره پراخې هڅې کوي؛ خو د افغان کتونکو په وینا لا هم دا اثار له غیر مسوله لاسونو په بشپړه توګه نه دي ژغورل شوي.
راپور: محمدابراهیم صافی ـ کابل