د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۷

اوباما د ٢٦ وژل شويو کسانو له کورنيو سره وکتل


د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ٢٠ ماشومانو په ګډون د ٢٦ وژل شويو کسانو کورنيو د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د دغو ماشومانو عمرونه د شپږو او اوو کلونو ترمنځ وو، چې د جمعې په ورځ د يوه ځوان له خوا په ډله ييز ډول په ډزو ووژل شول.

اوباما د کنکټي کټ په نيوټاون کې د قربانيانو لپاره د دعا په مراسمو کې برخه واخيسته او د دې پېښې په اړه يې خبرې وکړې:

”موږ دا نور نه شو زغملاى. دغه ډول غميزې بايد پايته ورسېږي. د پايته رسولو لپاره يې بايد موږ بدل شو. موږ ته به وويل شي چې د دغسې تاوتريخوالي علتونه پېچلي دي، دا رښتيا دي. کوم قانون يا هم د قوانينو کومه ټولګه له نړۍ څخه شر او زموږ له ټولنې د تاوتريخوالي بې معنى عمل نه شي ورک کولاى، خو دا د ملت لپاره کوم عذر نه شي کېدلاى“

اوباما د وژل شويو د کورنيو له غړو سره په جلا ډول هم وکتل.

پوليسو پرون تاييد کړه چې دغه وژنه د ادم لانزه په نامه يوه شل کلن ځوان له خوا شوې ده.

پوليس وايي لانزه په درېيو وسلو سمبال و او په سلګونو ډزې يې کړې دي.

د پوليسو په وينا بريد کوونکي تر دې عامه وژنې مخکې خپله مور هم وژلې او ښوونځي ته د عاجلو پېښو د کارکوونکو تر رسېدو مخکې يې ځانوژونه کړې ده.
XS
SM
MD
LG