د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

ايران ترکيې ته خبردارى ورکړ


فېروزابادي
فېروزابادي
د ايران د پوځ مشر د شنبې په ورځ ترکيې ته خبردارى ورکړ، چې له سوريې سره پر پوله يې په خاوره کې د ناټو د توغندي ضد سيسټم نصبول به له سوريې سره د شخړې خطر رامنځته کړي.

د ايران د پوځ د لوى درستيز جنرال حسن فېروزابادي دغه څرګندونې په دولتي ټلويزيون کې يوه ورځ وروسته تر هغه خپرې شوې، چې پنټاګون يا د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړه، چې د پټرايټ توغنديو دوې دستګاوې او د ناټو په چوکاټ کې ٤٠٠ پوځيان به ترکيې ته ولېږي، دا به په ترکيه کې د ناټو تر ټولو لوى پوځي حضور وي، څو د ترکيې خاوره د سوريې له بالقوه راکټي بريدونو خوندي کړي.

فېروزابادي ويلي، د پټرايټ د توغنديو د دفاعي سيسټم د نصبولو هدف د ايران له راکټي بريدونو د اسرائيل خوندي کول او له سوريې څخه د روسيې د پوځي دفاع مخه نيول دي.

فېروزابادي ويلي:

”په اروپا، امريکااو ترکيه کې عاقل او مخکښ کسان بايد د پټرايټ توغنديو له نصبولو لاس واخلي او تر ډزو مخکې دې يې له سيمې ليرې کړي“

ده زياته کړې:

”پټرايټ توغندي د صهيونيستانو دفاعي کرښه او د ايران د توغنديو او د سوريې د دفاع لپاره د روسيې د حضور له کبله د لوېديځ د اندېښنو نتيجه ده“

اسوشېټېډ پرېس اژانس د ايران د لوى درستيز دا وينا هم رااخيستې چې ويلي يې دي:

”لوېديځ هېوادونه د سوريې او ترکيې پر پوله د پټرايټ توغنديو نصبول تصويبوي او په دې توګه يوه نړيواله جګړه طرح کوي“

اسوشېټېډ پرېس اژانس زياتوي، ايران او روسيه د دمشق دوه کليدي متحدان دي او تهران د کلونو لپاره د سوريې له رژيم پوځي او سياسي ملاتړ کړى دى.

د ٢٠١١م کال له مارچ مياشتې راهيسې چې په سوريه کې پاڅون پيل شوى، ايران د سوريې له ژريم څخه خپل کلک ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.

د دې پاڅون پر مهال له سوريې څخه ځينې توپونه د ترکيې پر خاوره لګېدلي. ترکيې د اسد رژيم غندلى او له ياغيانو يې ملاتړ کړى دغه راز يې په خپله خاوره کې د سوريې کډوالو ته پناه ورکړې ده.
XS
SM
MD
LG