د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۱

د فرانسې ناستې ته د طالبان او د کویټې شورا هیله


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره مطالب بیا هم د سولې او پخلاینې په هڅو کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې شوي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې طالبان او د کویټې شورا د فرانسې راتلونکې ناستې ته هیله مند دي.


ورځپاڼې لیکلي، چې له دې ناستې مخکې د طالبانو استازو د افغان لږکیو له مشرانو سره هم پټې ناستې کړي، چې له کبله یی په افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې شوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د طالبانو په دریځ کې یو مهم بدلون دا دی، چې دوی د اساسي پنځه نوي سلنه مني او وایي، چې که د انتخاباتو په قانون کې بدلون راوستلی شي، نو چمتو دي، چې په انتخاباتو کې هم ګډون وکړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د قطر د دفتر استازي غواړي، چې د فرانسې په ناسته کې د شمال ټلوالې له یو شمیر مشرانو سره هم خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د قطر د دفتر مسوول مولوي شهاب الدین دلاور وایي؛ چې په دې ناسته کې به له محمد محقق، احمد ضیاء مسعود، شیخ اصف علي محسني او عبدالستار سیرت سره هم له نږدې وګوري.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د طالبانو د یو ویاند ذبیح اله مجاهد په حواله لیکلي؛ چې د کرزي له مخالفو ډلو له مشرانو سره د دوی له پټو ناستو وروسته په افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې شوي.

ورځپاڼې د طالب ویاند په حواله لیکلي، چې دوی هڅه کوي، چې له دې ډلو سره خپلو ناستو ولاړو ته دوام ورکړي او خپلې اړیکې ورسره پراخې کړي.

ورځپاڼه لیکلي، چې د طالبانو په دریځ کې دا بدلون په داسې حال کې لیدلې کیږي، چې د مجاهد په وینا د پاکستان او شمال ټلوالې ترمنځ اړیکې هم په ډرامټیک ډول ښې شوي او اسلام اباد ورته پدې برخه کې د مرستې ډاډ هم ورکړې دې.

خو ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله د طالبانو او شمال ټلوالې ترمنځ د اړیکو ډرامټیک ښه والي ته د شک په سترګه کتلې دي او لیکلي، چې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د بهرنیو په لمسون طالبانو ته د پښتنو د استازیتوب په ورکولو سره په افغانستان کې د جګړې د دوام اسباب برابر کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په طالبانو هم باور پکار ندې، چې دوی به خپلې ژمنې پوره کړي، ځکه د ورځپاڼې په وینا دوی هم په خپل واک کې نه دي او د ایران او پاکستان لپاره کار کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان او بهرني ځواکونه په هیواد کې د موجوده ستونزو لامل ندي، بلکه ددې ستونزې تر شا د ایران او پاکستان لاسونه دي، چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د دارلانشاء د رئیس په حواله لیکي، چې په پاکستان کې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام وکړي.

ورځپاڼه د معصوم ستانکزي په حواله لیکلي، چې په تیره یوه میاشت کې اتلس طالب بندیان خوشې شوي، چې پکې د منځنۍ او لوړې کچې کسان شامل دي.

ورځپاڼه د ستانکزي په نقل دا هم لیکلي، چې د سولې د بهیر په تړاو د پاکستان وروستي اقدامات رغنده دي او دوی هیله مند دي، چې دا اقدامات په راتلونکې کې هم دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG